پاکستان دافغانستان سولې ته ډیر اهمیّت ورکوی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i34171-پاکستان_دافغانستان_سولې_ته_ډیر_اهمیّت_ورکوی
زمونږخبریال راپورراکړپه بهرنیو چارو کې د پاکستان د لومړی وزیر سلاکار سرتاج عزیز نن دهندوستان په امریتسر کې دافغانستان دوروستیو حالاتو په باب د آسیا دزړه نومې کنفرانس په دوهمه ورځ پخپلې وینا کې وویل ،د ټولو اختلافی مسایلو د هواری لپاره باید سیمه ییزې ملګرتیاوې زیاتې شی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 04, 2016 15:16 Asia/Kabul
  • پاکستان دافغانستان سولې ته ډیر اهمیّت ورکوی

زمونږخبریال راپورراکړپه بهرنیو چارو کې د پاکستان د لومړی وزیر سلاکار سرتاج عزیز نن دهندوستان په امریتسر کې دافغانستان دوروستیو حالاتو په باب د آسیا دزړه نومې کنفرانس په دوهمه ورځ پخپلې وینا کې وویل ،د ټولو اختلافی مسایلو د هواری لپاره باید سیمه ییزې ملګرتیاوې زیاتې شی.

په دې کنفرانس کې د ٤٠ هېوادونو او نړیوالو اورګانونو استازو او د بهرنیو چارو وزیرانو برخه اخیستې ده.

سرتاج عزیز په خپله وینا کې پر افغان حکومت غږوکړ چې پر پاکستان د تورونو دلګولو په ځای دې  مثبتو اقداماتو ته  پاملرنه وکړی.

هغه زیاته کړه چې د اسیا زړه کنفرانس بنسټ د پاکستان او ترکیې په ملګرتیاکیښودل شوى  ، څو سیمه ییزې ستونزې هوارې شی.

دهغه په وینا، د ټولو اختلافی او حل غواړو موضوعگانو د هواری لپاره به مثبت اقدامات وکړی او په دې برخه کې د سیمه ییزې ملگرتیا مهم رول لوبولى شی.

د پاکستان د بهرنیو چارو سلاکار پخپلی وینا کی وویل ، هېواد یې د افغانستان سولې ته زیات اهمیت ورکوی او په همدې موخه یې  په اسیا زړه کنفرانس کې ګډون وکړ.

داپه داسې حال کې دی چې دافغانستان او هندوستان  چارواکو په دغه کنفرانس کې یو ځل بیا پرپاکستان تور لګولی چې دترهه ګرۍ  اوترهه ګرو ملاتړ  کوی او  په دغه هیواد کې د ترهه ګروروزونکی کیمپونه  او  دمشرانو داوسیدو ځایونه  له هیچا پټ نه دی .