د پاکستان لومړی وزیر د فلسطین هیواد له جوړیدا ملاتړ وکړ
د فارس خبری اژانس له راپور سره سم د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف نن په اسلام اباد کې د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو له مشر ښاغلی محمود عباس سره په ګډ خبری کانفرنس کې وویل د فلسطین د موضوع له اواری پرته به نړیوال امنیت ټینګ نشی .
ده همداراز په فلسطین کې د صیهونیسټانو د ښارګیو جوړولو او له نیواکی ټاټوبیو د هغو د ویستلو د بندولو غوښتنه وکړه . نواز شریف وویل په پاکستان کې د فلسطین سفارت بیا رغاول له یوه بل سره د دواړو لورو د ورورګلویزو اړیکو د ژورتیا نښه ده .
په دغه خبری کانفرنس کې محمود عباس هم وویل د کشمیر مسله باید د ملګرو ملتو د قراردادونو پر اساس اواری شی او په دې زمینه کې د اسلام اباد د دریځونو ملاتړ کوی .
محمود عباس د درې ورځنۍ کتنې لپاره نن اسلام اباد ته ورغلې دې . دا دریم ځل دې چی محمود عباس پاکستان ته سفر کوی او هغه له دې مخکې په ۲۰۰۵ او ۲۰۰۷ میلادی کلونو کې اسلام اباد ته سفر کړې وو . ټاکل شوی ده په اسلام اباد کې د فلسطین نوې سفارت د محمود عباس ، نواز شریف ، ممنون حسین په شتون سره په رسمی توګه پرانستل شی .