د پاکستان لومړی وزیر د فلسطین هیواد له جوړیدا ملاتړ وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i39857-د_پاکستان_لومړی_وزیر_د_فلسطین_هیواد_له_جوړیدا_ملاتړ_وکړ
د فارس خبری اژانس له راپور سره سم د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف نن په اسلام اباد کې د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو له مشر ښاغلی محمود عباس سره په ګډ خبری کانفرنس کې وویل د فلسطین د موضوع له اواری پرته به نړیوال امنیت ټینګ نشی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 31, 2017 16:07 Asia/Kabul
  • د پاکستان لومړی وزیر  د فلسطین هیواد له جوړیدا ملاتړ وکړ

د فارس خبری اژانس له راپور سره سم د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف نن په اسلام اباد کې د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو له مشر ښاغلی محمود عباس سره په ګډ خبری کانفرنس کې وویل د فلسطین د موضوع له اواری پرته به نړیوال امنیت ټینګ نشی .

ده همداراز په فلسطین کې د صیهونیسټانو د ښارګیو جوړولو او له نیواکی ټاټوبیو د هغو د ویستلو د بندولو غوښتنه وکړه . نواز شریف وویل په پاکستان کې د فلسطین سفارت بیا رغاول له یوه بل سره د دواړو لورو د ورورګلویزو اړیکو د ژورتیا نښه ده .

په دغه خبری کانفرنس کې محمود عباس هم وویل د کشمیر مسله باید د ملګرو ملتو د قراردادونو پر اساس اواری شی او په دې زمینه کې د اسلام اباد د دریځونو ملاتړ کوی .

محمود عباس د درې ورځنۍ کتنې لپاره نن اسلام اباد ته ورغلې دې . دا دریم ځل دې چی محمود عباس پاکستان ته سفر کوی او هغه له دې مخکې په ۲۰۰۵ او ۲۰۰۷ میلادی کلونو کې اسلام اباد ته سفر کړې وو . ټاکل شوی ده په اسلام اباد کې د فلسطین نوې سفارت د محمود عباس ، نواز شریف ، ممنون حسین په شتون سره په رسمی توګه پرانستل شی .