د پاکستان د تیلو پخوانی وزیر پر مالی فساد تورن اعلان شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i4105-د_پاکستان_د_تیلو_پخوانی_وزیر_پر_مالی_فساد_تورن_اعلان_شو
د پاکستان د سماء ټلویزیونی چینل د انټرنیټ پاڼې د خبر له مخې، د پاکستان د ملی ځواب ویلو ادارې یوځل بیا ددغه هېواد پخوانی چارواکی پر مالی فساد تورن کړل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 05, 2016 11:50 Asia/Kabul
  • د پاکستان د تیلو پخوانی وزیر پر مالی فساد تورن اعلان شو

د پاکستان د سماء ټلویزیونی چینل د انټرنیټ پاڼې د خبر له مخې، د پاکستان د ملی ځواب ویلو ادارې یوځل بیا ددغه هېواد پخوانی چارواکی پر مالی فساد تورن کړل.

د پاکستان د ملی ځواب ویلو اداې نن، ددغه هېواد د تیلو پخوانی وزیر، عاصم حسین او ځینې نور چارواکی پر مالی فساد تورن کړل اود ګازو په څلورو بولیو کې ددوکې په تور یې د ځواب ویلو په محکمه کې یې پرضد د مالی فساد دوسیه جوړه کړه.

د پاکستان د تیلو پر پخوانی وزیر، حسین تور لګېدلی چې دګازو تړونونه یې ځینو غیر قانونی شرکتونو ته ورکړی چې دغه اقدام ۱۷ میلیارډ او ۳سوه ۳۸ میلیون پاکستانۍ روپیو تاوان لامل شوی دی.