د پاکستان د پوځ په برید کې ۲۱ ترهګر وژل شوی
Mar 08, 2016 13:58 Asia/Kabul
خبری سرچینو د خیبرپښتونخوا صوبه کې د ترهګرو پرضدد پاکستان د پوځ د پراخو بریدونو خبرورکړی.
زموږ د خبریال د خبر له مخې، د شمالی وزیرستان په شوال سیمه کې د د ترهګرو پر مرکزونو د پاکستان د پوځ په پراخو بریدونو کې ۲۱ وسله وال وژل شوی دی.
خبر وایی په دې بریدونو کې د ترهګرو مرکزونه هم ویجاړ شوی.
دغه راز د شمالی وزیرستان په شوال سیمه کې د پاکستان د پوځ د تېرې اونۍ په هوایی بریدونو کې ۱۲ ترهګر وژل شوی دی.
د ترهګرو پرخلاف د پاکستان د پوځ عملیات په داسې حال کې د ی چې د پاکستان د پوځ مشر، جنرال راحیل شریف شمالی وزیرستان ته په خپل سفر کې ددې عملیاتو نهایی پړاو پیلېدل اعلان کړل او ویلی یې دی چې په دې عملیاتو کې به دترهګرو مرکزونه په بشپړه توګه له منځه لاړ شی.