دپاکستان حکومت دافغانستان له طالبانوډلې سره نیغ په نیغه ارتباط لری
دپاکستان دمشرانو جرګې یو ه غړی او دعوامی نیشنل ګوند یوه مسئول مقام زاهد خان له مونږسره به خصوصی مرکې کې ویلی دی ترڅو چې د افغانستان دطالبانوډلې غوښتنې ونه منل شی ، په دغه هیواد کې به سوله اوثبات ټینګ نه شی او دطالبانو ډلې له شتون پرته دافغانستان دسولې خبرې اترې هیڅ نتیجه نه لری .
هغه زیاته کړې خو دافغانستان حکومت به دطالبانو له خوا دخبرواترو په باب وارمخکې شرطونه ونه منی .
زاهدخان په عین حال کې ویلی دی که دسیمې ستونزې اومشکلات حل نه شی ،نو دې ته په پام سره چې دسیمې خلک له لسګونو کلونو راهسې له دغو مشکلاتو سره لاس اوګریوان دی ، سیمه به هیڅکله هم پرمختګ ونه کړی او له سولې ثبات او امنیت څخه به برخمن نه شی . هغه همداراز دپاکستان پر حکومت هم غږ وکړ دطالبانو ډلې په شتون سره دې دافغانستان دحکومت د سولې دخبرواترو ددترسره کیدا لپاره هڅه وکړی ځکه ممکنه ده که د اسې ونه کړی نو اسلام اباد به له ترهه ګرۍ لازیات تاوانونه ومومی .