پاکستان د پيښور-کابل ترمینځ لویه لاره جوړوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i45940-پاکستان_د_پيښور_کابل_ترمینځ_لویه_لاره_جوړوي
پاکستان له نړیوال بانک غوښتي چې د کابل – پیښور لوې لارې د جوړولو لپاره د دغې طرحې د اجرا د مالي لګښت یوه برخه تامینه کړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 24, 2017 11:40 Asia/Kabul
  • پاکستان د پيښور-کابل ترمینځ لویه لاره جوړوي

پاکستان له نړیوال بانک غوښتي چې د کابل – پیښور لوې لارې د جوړولو لپاره د دغې طرحې د اجرا د مالي لګښت یوه برخه تامینه کړي.

د ایرنا د راپور په اساس، د پاکستان د مالیې وزیر واشنګټن ته په خپل وروستي سفر کښې، د نړیوال بانک له مسئولانو سره د کتنې تر څنګ، هڅه کړې څو دغه بانک  د کابل – پیښور د ګنډلو د طرحې په اجرا کښې ګډون ته چمتو کړي.

اسحاق ډار ټینګار لري چې د دغې لویې لارې جوړول به نه یواځې د افغانستان او پاکستان تر مینځ  د تجارت  اندازه زیاته کړي بلکه د جنوبي آسیا او مرکزي آسیا تر مینځ به د یو مهم پل رول ولوبوي.

پاکستان همداشان له ګاونډي او د سیمې له هیوادونو سره د چین پاکستان د اقتصادي کوریډور د نښلولو په موخه په هیواد کښې د سړي او ریلي شبکو د پراختیا په لټه کښې دی.

نن سبا د پاکستان  او افغانستان ترمینځ د تجارت اندازه څه باندې دوه میلیارډ ډالره ده. د کابل او اسلام آباد ترمینځ له اختلافاتو سره سره پاکستان د افغانستان د ګاونډي په توګه د دغه هیواد یو ستر تجاري شریک دی.

د پاکستان د خیبرپښتونخوا صوبې مرکز پیښور ښار د افغانستان پولې ته څیرمه پروت دی او له کابل سره څه کم درې سوه کیلومیټره واټن لري.