د پاکستان د قومی اسمبلۍ مشر په عمران خان نیوکه وکړه
د پاکستان د قومی اسمبلۍ مشر د پاکستان د وزیراعظم په اړه د پانامې له کېس څخه د وروسته کېدو لپاره له هغه څخه د رشوت د وړاندیز په اړه د تحریک انصاف د ګوند د مشر عمران خان نوې ادعا رده کړه.
د جئیو چېنل د رپوټ له مخې سردار ایاز صادق له مېډیا سره په مرکه کښې وویل: عمران خان پکار دی د پانامې له کېس څخه د وروسته کېدو په باره کښې د پاکستان د وزیراعظم نواز شریف لخوا د رشوت د وړاندیز د ادعا لپاره شواهد وړاندې کړی
د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان ادعا کړې ده چې د نواز شریف مالی فساد د تور د کېس د تعقیبولو له چلند څخه د لاس اخېستلو لپاره د هغه لخوا د سل میلین ډالرو رشوت ورکولو وړاندیز شوے دے.
د عمران خان لخوا دغه ادعا په داسې حال کښې مطرح شوې ده چې د دغه هېواد سترې محکمې په دې وروستیو کښې اعلان وکړ چې د مالی فساد د تور د ثابتېدو او د نوازشریف د څنګته کولو لپاره مدارک کافی نه دی.