د پاکستان د وزیراعظم خاص مرستیال څنګته کړې شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i46262-د_پاکستان_د_وزیراعظم_خاص_مرستیال_څنګته_کړې_شو
خبری سرچینو د محرمانه اطلاعاتو د افشا کولو په تور د پاکستان د وزیراعظم د خاص مرستیال د څنګته کېدو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 29, 2017 11:01 Asia/Kabul
  • د پاکستان د وزیراعظم خاص مرستیال څنګته کړې شو

خبری سرچینو د محرمانه اطلاعاتو د افشا کولو په تور د پاکستان د وزیراعظم د خاص مرستیال د څنګته کېدو خبر ورکړ.

زمونږ د خبریال د رپوټ له مخې څو میاشتې مخکې د پاکستان د حکومتی چارواکو او د فوځ د ګډې غونډې د محرمانه خبرونو له په ډاګه کولو وروسته وزیراعظم نواز شریف نن په بهرنیو چارو کښې خپل خاص مرستیال طارق فاطمی او د حکومت د اطلاع رسونې د مرکز مشر رائو تحسین د څنګته کولو حکم جاری کړ.

څو میاشتې مخکې هم د پاکستان د اطلاع رسونې وزیر پروېز رشید د حکومت د محرمانه غونډې چې پکې د پاکستان د فوځ په کردار نیوکه شوې وه د خبر د خپرولو په وجه له خپل پوسټه استعفا ورکړې وه.

د پاکستان د فوځ قوماندان هم د فوځ د قوماندانانو په غونډه کښې د حکومت د محرمانه خبرونو په خپرولو نیوکه کړې وه.