پاکستان ۱۴ افغان طالبان ونیول
Mar 10, 2016 13:05 Asia/Kabul
د پاکستان پولیسو وویل چې د افغانستان د طالبانو ډلې ۱۴ غړی یې نن د بلوچستان صوبې په مرکز کویټه ښار کښې نیولی دی.
د ایرنا د خبر له مخې دغه ۱۴ افغان طالبان له نیول کیدو وروسته یو نامعلوم ځاې ته بوول شوی او د پاکستان پولیسو ورڅخه تفتیش پیل کړی دی.
په عین حال کښې د پاکستان د وزیراعظم د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز په دې وروستیو کښې واشنګټن ته پخپل سفر کښې اعتراف کړی و چې د افغانستان د طالبانو لوړرتبه قومندانان په پاکستان کښې اوسیږی او په امنو ځایونو کښې خوندی دی.