هندوستان په چټکۍ سره ایټم بمونه جوړوي
May 18, 2017 15:11 Asia/Kabul
د پاکستان د خارجه وزارت ویاند مدعي شو چې هندوستان د ۲۶۰۰ ایټمي بمونو د جوړولو لپاره ضروري مواد لري.
د ایرنا د خبر له مخې نفیس ذکریا نن وویل: هندوستان په نړۍ کښې د ایټمي وسلو د لرونکو هیوادونو ترمینځ د دغو وسلو په جوړولو کښې ترټولو چټکه وده لري او دا چاره د آسیا په سویل کښې د سټراټیجک ثبات او همداشان د پاکستان د ملي امنیت لپاره یوه جدي اندیښنه ګڼله کیږي.
پاکستان او هندوستان دواړه د ایټمي وسلو په خاوندو هیوادونو کښې شامل دي.
ټیګونه