د جنګ ګډا تر کومې؟
زمونږ د تهران رېډیو خبریال د پاکستان د دنیا چاپ ورځپانې په نقل سره رپوټ ورکړ، چې د دغې ورځپاڼې په نننۍ ګڼه (23/5/17) کښې «د جنګ ګډا تر کومې؟» عنوان لاندې یوه مقاله کښې چې د پاکستان د مشهور جرنلېسټ او لیکوال حسن نثار په قلم لیکلې شوې ده او خپره شوې ده راغلی دی چې په سعودی کښې د اسلامی نړۍ د واکمنانو د عروج او عظمت یو نوے باب خلاص شو
او د عربو او اسلامی هېوادونو پینځه پنځوس مشرانو تۀ به وائې د یو داسې وادۀ په مراسمو کښې چې ډونالډ ټرمپ یې د وادۀ هلک ؤ ګډون وکړ، په داسې حال کښې چې هغه خپله څو ورځې مخکې اعتراف وکړ چې هیڅ یو مشر په امریکه کښې دننه دومره سپک او بې عزته شوے نه دے څومره چې د هغه سپک او بې عزته شوے دے خو له بده مرغه له امریکې نه په بهر کښې په تېره بیا په اسلامی نړۍ کښې ټرمپ ډېر د احترام او عزت وړ دے.
د وقت ورځپاڼې په وړومبی مخ د عربی او اسلامی هېوادونو د مشرانو یو ستر تصویر چاپ شوے دے چې په مېنځ کښې یې ډونالډ ټرمپ ولاړ دے او د تصویر لاندې لیکل شوی دی چې «وزیراعظم نواز شریف پکښې هم لیدل کیږی.» په یو بل خبر کښې راغلی دی چې نواز شریف د وېنا کولو لپاره دوه نیمې ګېنټې تیاری کړې وه په داسې حال کښې چې هغه ته د وېنا کولو وخت ورنکړې شو.
ټرمپ د هند د ذکر په کولو او د دغه هېواد د تعریف او ستائنې په کولو سره د پاکستان په زخمونو مالګه ودوړوله او د پاکستان هیڅ ذکر یې ونکړ په داسې حال کښې چې د کانفرنس موضوع ترهه ګری وه. د پاکستان د مېډیا د هغې ډلې د رپوټ مطابق چې له نواز شریف سره سعودی ته لاړه وه له پاکستان سره له سپکاوی نه ډک سلوک وشو او ټول خپل هېواد ته خفه راستانه شول.
حسن نثار په خپله مقاله کښې د سلمان بن عبدالعزیز څرګندونو ته هم اشاره کړې او لیکلی یې دی چې د سعودی باچا وفرمایل: « ایران د ترهه ګرۍ مرکز دے.» هغۀ همدارنګ د اسلامی هېوادونو د مشرانو چاپلوسۍ ته هم اشاره کړې او لیکلی یې دی چې مسلمان مشران د ټرمپ د تعریف او تمجید لپاره په قطار کښې ولاړ وو. د مصر ولسمشر جنرل السیسی چې په دغه قطار کښې ولاړ ؤ ټرمپ ته په خطاب کښې وویل: «تاسو ناممکنه ممکن کولې شئ.» ټرمپ ورته هم په ځواب کښې وویل: « ستا له خبرې سره متفق یم» چې په دغه ځواب په هال کښې حاضرو کسانو په بړق بړق وخندل او د قطر امیر هم چې غوښتل یې په چاپلوسۍ کښې وروسته پاتے نه شی ټرمپ ته عرض وکړ: « مونږ ستاسو ښکلې ښکلې وسلې اخېستل غواړوو، ځکه چې داسې ښکلې وسلې بل هیڅ یو هېواد نه شی جوړولې.» د سعودی باچا په مختلفو طریقو سره د ډونالډ ټرمپ هرکلے وکړ او کله چې دواړه (سلمان او ټرمپ) مرکز ته داخلېدل نو د تورو د ګډا غږونه اورېدې شول. سلمان بن عبدالعزیز باچا خپل خوږ مېلمه ټرمپ ته وویل: دا د جنګ ګډا ده، دواړو د جنګ په ګډا کښې ګډ شول. سعودی باچا به هغه شعرونه چې د ګډا په وخت ویل کېدل ټرمپ ته دوباره تکرارول.
د مقالې لیکوال زیاتوی چې د دې مقالې د لیکلو په وخت د خداے د ګران رسول (ص) یاد راته راغے چې فرمایلی یې وو «چې ټول مسلمانان د یو بدن په شان دی چې که یو اندام په درد شی نو ټول بدن دردیږی.» د حسن نثار په قول سلګونه کلونه وشول چې دنیا د جنګ په ګډا بوخته ده او اوس نه پوهېږم چې دا جنګ او د جنګ ګډا د چا په خلاف ده؟ د دې جنګ ګټونکے څوک دے؟ د دې جنګ بائېلونکے څوک دے؟ دا څنګه جنګ دے چې نه ختمیږی؟ د وړومبی او دویم نړیوالو جنګونو جنګیالیو عبرت حاصل کړ او په خپلو کښې سره یو موټے شول خو له عجمو سره د عربو او له مسلمانانو سره د مسلمانانو جنګ لا روان دےاو که عبرت حاصل نه شی نو خداے خبر چې دا جنګ به تر کومې روان وی.
----------