د پاکستان خارجه وزارت ته د هند د سفارت د شارډزفئر حاضرول
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په پاکستان کښې د هند د سفارت د شارډزفئر په حاضرولو سره په پوله کښې هندی ځواکونو په ډزو باندې خپل اعتراض وړاندې کړ.
له اسلام آباده زمونږ د خبریال د رپوټ له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت د اېشیا د جنوب برخې مسئول محمد فېصل نن په پاکستان کښې د هند د سفارت شارډزفئر جی پی سېنګ ته د پاکستان د حکومت د سخت اعتراض په ابلاغولو سره وویل:په عامه خلقو باندې حملې کول غېر قانونی او د انسانی ارزښتونو په خلاف چاره ده.
هغه له هندی چارواکو وغوښتل چې د 2003 کال د ډزبندۍ د معاهدې په احترام کولو سره دې په پاکستان کښې په بې ګناه ښاریزو باندې له حملو ډډه وکړی.
له پاکستان سره د هند په پوله کښې د دغه هېواد د فوځیانو په وروستیو ډزو کښې دوه پاکستانی ښاریز مړۀ او د څلورو ښځو په شمول شپږ تنه ژوبل شول.