د کشمیر په کنټرول لائن کښې پینځه هندی عسکر ووژل شول
Jun 03, 2017 14:43 Asia/Kabul
د کشمیر په کنټرول لائن کښې د هندی او پاکستانی ځواکونو ترمېنځ په نښته کښې پینځه هندی فوځیان ووژل شول.
د اېرنا خبری اژانس د رپوټ له مخې د پاکستان فوځ نن مازیګر د کشمیر په کنټرول لائن کښې د دواړو هېوادونو د ځواکونو ترمېنځ د یو ځل بیا نښتې خبر ورکړ او وې ویل چې په دغه نښته کښې د پینځو هندی عسکرو له وژل کېدو نه علاوه یو شمېر نور ژوبل شول.
د پاکستان د فوځ په بیانیه کښې ادعا وشوه چې هندی ځواکونه د کشمیر په کنټرول لائن کښې د ډزو شروع کوونکی وو او پاکستانی ځواکونو هم ځوابی ډزې وکړې.
همدارنګ د هند د دفاع وزارت هم په یوې بیانیه کښې وویل چې د دغه هېواد تر کنټرول لاندې کشمیر په اسلام آباد سیمه کښې د هند په فوځ په کاروان باندې د ناپېژندل شویو یرغلګرو په حمله کښې یو هندی فوځی ووژل شو او پینځه نور ژوبل شول.
ټیګونه