په کراچۍ کې درې تکفیری ترهه ګر هلاک شول
Jun 22, 2017 08:15 Asia/Kabul
دسحر اردوټیلیویژنی چینل راپور ورکړ دپاکستان امنیتی ځواک بیګا د کراچۍ په لیاری سیمې کې په یولړ عملیاتو کې درې ترهه ګر هلاک کړی او دوه نور هم په تښتې کې بریالی شوی دی .
دکراچۍ پولیسو وئیلی دی ، په دغو عملیاتو کې دترهه ګرو له پټنځایه زیات شمیر وسلې ،تجهیرات اوچاودیدونکی توکی هم کشف اوضبط شوی دی .
داپه داسې حال ې کې دی چې دپاکستان ستر بندری اواقتصادی ښار کراچۍ کې دترهه ګرو په لاس هره ورځ یوشمیر عام کسان خپل ژوندله لاسه ورکوی او ان تر دې چې له زندانونو ترهه ګر په ډیرې آسانۍ سره فراری کیږی ،خودا دپآکستان سیاسی ،پوځی اوقضائی چارواکی دی چې دترهه ګرو اوحتی د نیول شویو ترهه ګرو په ضد کوتلی ګامونه نه پورته کوی او دپاکستان مظلوم ولس ئې دترهه ګرو په رحم وکرم پریښودلی دی .