دترهګرو مرکزونه دافغانستان دننه دی
-
په ملګروملتونو کښې دافغانستان سفیر محمود صیقل وویل ترهګر دهیواد دباندې (پاکستان )مرکزونه اوامن ځایونه لري .
زمونږ خبریال وایی په ملګروملتونو کښې دپاکستان دایمی سفیرې میرمن ملیحه لودهی په امنیت شورا کښې دافغانستان په اړه د بحث په وخت وویل دترهګرو امن ځایونه دافغانستان په داخل کښې دی نه داچې په خارج کښې چې اشاره یې پاکستان ته وه .
دافغانستان ولسمشر اشرف غنی ویلی دی چې پاکستان دکابل پرضد نه اعلان شوی جنګ پیل کړی او له دغه وینا وروسته ددواړوهیوادونو اړیکې خړې پړې شوی دی .
پاکستان او افغانستان تل یوبل له ترهګرو ډلو په ملاتړ تورنوی .
په ملګروملتونو کښې دپاکستان سفیرې ملیحه لودهی وویل اسلام اباد ژمن دی چې اجازه ورنکړی ددغه هیواد خاوره دنورو هیوادونو پرضد د ترهګرۍ لپاره استعمال شی .
هغې وویل دپاکستان ضرب عضب او ورپسې د ردالفساد په نوم پوځی عملیات بریالی شوی دی چې په قبایلی سیمو کښې ټولې ترهګرې او وسلې ډلې له مینځه یوسی .
لودهی وویل دپاکستان طالبان او جماعت احرار ډلې په افغانستان کښې له خپلو مرکزونو په پاکستان کښې حملې کوی او زیاته یې کړه چې پاکستان به په افغانستان کښې له صلحې زیاته ګټه ترلاسه کړی .
خو په ملګروملتونو کښې دافغانستان سفیر محمود صیقل وویل ترهګر دهیواد دباندې (پاکستان )مرکزونه اوامن ځایونه لری او له هغه ځایه دافغانستان پرضد حملې اواقدامات کوی .