پاکستان کې ۵ ترهګر وژل شوی
Mar 15, 2016 02:58 Asia/Kabul
زموږ د خبریال د خبر له مخې، په پاکستان کې د ترهګرۍ ضد ځواکونو په عملیاتو کې پنځه ترهګر وژل شوی.
خبر وایی دترهګرۍ ضد ځواکونو د پټو استخباراتی معلوماتو له مخې د پنجاب ولایت د بهاولپور ولسوالۍ په سمه سته سیمه کې دترهګرۍ ضد عملیات ترسره کړی چې د عملیاتو پرمهال د امنیتی ځواکونو او ترهګرو ترمنځ نښته رامنځ ته شوې او له امله یې پنځه ترهګر وژل شوی چې د لښکرجنګوی ډلې کسان دی او دغه راز امنیتی ځواکونو د ترهګرو چاودېدونکی توکی، ماینونه او نورې وسلې هم ترلاسه کړې دی.