دپاره چنار اوسیدونکی یو ځل بیا دسپیرو موخو قربانیان
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i50772-دپاره_چنار_اوسیدونکی_یو_ځل_بیا_دسپیرو_موخو_قربانیان
دپاکستان د کورمې ایجنسۍ پاره چنار ښار چې د جمعې ورځې د دقدس دنړیوالې ورځې له ولولناک لاریون وروسته د دوو سترو بم چاودنو ښکار شو وورستی راپورونه ښئ چې د شهیدانو شمیر ئې اوه شپیته او د ټپیانو شمیر ئې هم څه دپاسه دوو سوو تنو ته رسیدلی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 25, 2017 10:08 Asia/Kabul
  • دپاره چنار اوسیدونکی یو ځل بیا دسپیرو موخو قربانیان

دپاکستان د کورمې ایجنسۍ پاره چنار ښار چې د جمعې ورځې د دقدس دنړیوالې ورځې له ولولناک لاریون وروسته د دوو سترو بم چاودنو ښکار شو وورستی راپورونه ښئ چې د شهیدانو شمیر ئې اوه شپیته او د ټپیانو شمیر ئې هم څه دپاسه دوو سوو تنو ته رسیدلی دی .

زمونږخبریال راپورراکړ  ممکنه  ده مړو شمیر نور هم زیات شی ځکه   له غمیزې وروسته  کابو  څوارلس ټپیان شهیدان شوی دی او  ځینی نور هم مرګی حاله  راپور شوی دی . تکفیری ترهه ګر چې  په پاکستان کې  له پیاوړو ادارو او  ځینو  مهمو شخصیتونو له خوا ئې ملاتړ کیږی  او دغه ټوله پوځی او مالی ملاتړونه  دسعودی عربستان د وهابی شهزادګانو له خوا دوهابیّت  اوسلفیّت  د تفکر د دودیدا  او  په مسلمانانو کې ویرې اووحشت  دخورولو په موخې سره ترسره کیږی  چې د دغو سپیرو او غیر انسانی اقداماتو په دوام کې  د نیکمرغه کوچنی اختر په درشل کې  ئې د پاره چنار روژتیان یو ځل بیا په نښه کړل .  هغه ترهه ګر چې  داسلام په نامې سره  البته  په حقیقت کې داسلامی امت دبدنامولو او  اود درز د رامینځةکولو لپاره  داسلام ددښمنانو  څخه په پیروۍ سره دمسلمانانو عامې وژنې کوی،یوځل بیا ئې پاره چنارچې زیاتره اوسیدونکی اهل تشیع دی،دخپلو اربابانو  په حکم او پروګرام سره ئې  دیو شمیر ځانګړو او سټراټژیکو موخو دپوره کیدا په خاطر ئې دجنایتونو دترسره کولو لپاره  ټاکلی دی څو دپاره چنار شیعیان  چې  د درست پاکستان داهل تشیع  یو مرکز بلل کیږی،وځپی او  بیا ورسره پر افغانستان تور ولګوی  چې  ترهه ګر  له دغه هیواده د ترهه ګرو عملیاتو لپاره  دپاکستان خاورې ته ورځی  او دا یوه پلمه شی  چې  له افغانستان سره په پولې کې  باید  پوځی  تاسیسات او ازغن  تار  او نور پیچلی پوځّی خنډونه جوړ شی  او یو ډول  د افغانستان  حکومت دې چارې منلو ته اړباسی  چې  په حقیقت کې  دا  دافغانستان او پاکستان ترمینځ  ډیورینډ کرښې  ته د رسمیّت د ورکولو لپاره یوه هڅه ده .  پاره چنار کلونه کلونه کیږی چې  دپاکستان ،سعودی عربستان  اوحتی دامریکا داستخباراتی ادارو  دسپیرو موخو قربانی دی .  دپاره چنار سټراټژیک موقعیّت  چې  دافغانستان  پلازمینې کابل سره نزدې یوه قبائیلی  سیمه ده ، د هغو هیوادونو پام ځان ته جلب کړی ، چې  په دغې سیمې کې  سپیرې موخې تعقیبوی   او   دغه درې  هیوادونه  یعنی پاکستان ،عربستان او امریکا تل په دې لټه کې دی چې  دغه سټراټژیکه سیمه  هغه که دپخوانی شوروی  په وړاندې وی او که دافغانستان  په وړاندې ، پخپل اختیار کې ولری ،خو  د دغې سیمې  دځای اوسیدونکو  سخت مقاومت  چې زیاتره اهل تشیّع  دی ، دهغوی دسپیرو  پلانونو خنډ دی . په همدې خاطر ده چې   دغه سیمه  وخت په وخت  د پردیو  له خوا  یا د  تکفیری تفکرانو لرونکو وهابیانو اوسلفیانو په ملګرتیا سره د  ځینو افغانانو پرې  یرغلونه کیږی  او له ۲۰۰۷کال څخه پرله پسې کلونو راهسې  پر دغې سیمې پراخې ترهه ګرې او ورانکارې  حملې  کیږی  او دې ځل د پاکستان دطالبانو، القاعدې ،جنګوی لښکر  اوسپاه صحابه  او دغې جنایتکارې ډلې سره اړونده دځینو نورو ډلګیو پشمول تفکیری ډلو چې  دپاکستان   دپوځ   امنیتی استخباراتی  ادارو له خوا  ئې ملاتړ کیږی او  دسعودی عربستان په پیټرو ډالرو سره  په فکری اومالی توګه  تغذیه کیږی ،پردغې سیمې ئې تره ګرې  حملې پیل کړی دی  چې تراوسه پورې   دغه ورانکارې  او جنایتکارې  اوبوږنونکی  حملې  دوام لری . کله کله  خو  ئې دسیمې له شیعیانو سره  مخامخ جنګونو ته هم مخه کړې ، خو دځآی خلکو له سخت مقاومت له امله ئې هر ځل  سخته ماته خوړلې  او خپلو سپیرو موخو ته  نه دی رسیدلی ،بیا ئې  په عامو بازارونو ،جوماتونو او مارکیټونو کې  ځان مرګو حملو اوبم چاودنو ته مخه کړې  چې  هرځل ئې  په نتیجې کې د مظلوموماشومانو اوښځو پشمول  په سلګونو عام  خلک  په  وینو  کې لیت پیت کړی دی او  اوس خو ظلم او جنایتونه تر دې حده هم ورسیدل چې  دخدای  د میاشتې یعنی د روژې دمبارکې میاشتې  روژتیان هم   په نښه کړی او  دتیرې جمعې ورځې په بوږنونکو  جنایتونو کې ئې په سلګونو روژتیان یو ځل بیا په وینو کې لیت پیت کړل  او ورپسې ظلم دا چې   پر اعتراض کونکو  بیا  پوځی  ځواک اوملیشه ؤ  ناتار ډزې هموکړې چې یو شمیر ورژتیان ئې  شهیدان اوټپیان کړل .

(لیکوال : عاشق حسین )