د پاکستان حکومت د لعل مسجد تندلارو ته خبردارے ورکړ
د پاکستان حکومت د اسلام آباد د لعل مسجد د ملا امام عبدالعزیز سیاسی او مذهبی فعالیتونه غېر قانونی اعلان کړل.
د تسنیم خبری اژانس د رپوټ له مخې د پاکستان حکومت په اسلام آباد کښې د «تنظیم شهداء» په نامه په اسلام آباد کښې د لعل مسجد د تندلارو کسانو لخوا جوړه شوې ډله غېر قانونی او د هغې ټول فعالیتونه یې ممنوع اعلان کړل.
د اسلام اباد حکومت ګواښ کړے دے چې که د دغو تندلارو لخوا څه فعالیت وشو نو ورسره به سخت چلند وشی.
ټاکلې شوې وه په لعل مسجد باندې د پاکستان د امنیتی ځواکونو د حملې د لسمې کلیزې په مناسبت چې پکې لسګونه ترهه ګر هلاک شوی او په سلګونو وسلې نیول شوې وې نن په اسلام آباد کښې مراسم جوړ کړی.
د اسلام آباد پولیسو د دغو مراسمو د مخنیوی لپاره لعل مسجد ته تلونکې ټولې لارې تړلې وې.
دغه جومات په ۱۹۶۵ کښې جوړ شو او په پاکستان کښې د بنیادپرستۍ او تندو افکارو د خپرولو یو ډېر مهم مرکز ګڼل کیږی.