په پاکستان کښې نن کوچنی اختر په سادګۍ سره لمانځل کیږي
د پاکستان د میاشتې کتنې رسمي کمیټې (رویت هلال کمیټۍ) بیګا د شوال د میاشتې له لیدو وروسته نن دوشنبه په دغه هیواد کښې د شوال وړومبۍ نیټه او وړوکی اختر اعلان کړه.
د ایرنا د خبر له مخې د کوچني اختر لمونځ نن په ټول پاکستان کښې ترسره کیږي.
د پاکستان حکومت سږ کال د عیدالفطر لپاره درې ورځې رسمي رخصتۍ اعلان کړې دي.
د پاکستان د پلازمینې اسلام آباد او نورو سترو ښارونو خلک په دې چُټیانو کښې خپلو سیمو او کلیو ته ځي او د خپلوخپلوانو لیدو ته ورځي.
په تیرو څو ورځو کښې په ټول پاکستان کښې د اختر لپاره د خریدارۍ په وجه بازارونه ښه ګرم وو او تر بیګا ناوخته پورې په بازارونو کښې د خلکو ګڼه ګوڼه ترسترګو کیدله.
البته د خیبرپښتونخوا صوبې د مرکز پيښور په شمول د په ځینو ښارونو او سیمو کښې خلکو پرون اختر کړی دی.
د پاکستان ټیلیویژني چینلونو او خپل زیاتره پروګرامونه د کوچني اختر موضوع او په دې مناسبت ځانګړو برخو ته بیل کړي دي.
البته په پاړه چنار کښې د تیرې جمعې ورځې له دوو چاودنو او پکښې د سلګونو کسانو د شهادت او زخمي کیدو او همداشان په کویټه کښې د ترهګرې پيښې په وجه دا ځل په ټول پاکستان کښې کوچنی اختر په ساده توګه لمانځل کیږي.
په عین حال کښې د پاکستان امنیتي ځواکونه هم په هیواد کښې د احتمالي ترهګرو بریدونو د مخنیوي په موخه تیارسی شوي دي.