د پاکستان مختلفې سیمې نن سهار وختي زلزلې ولړزولې
Jun 26, 2017 01:10 Asia/Kabul
تراوسه د یادې زلزلې د احتمالي تاوان یا مرګ ژوبلې په هکله خبر نه دی ترلاسه شوی.
د پاکستان په پلازمینه اسلام آباد، لاهور، پيښور، نوښار، مردان، دیر، ایبټ آباد او خواوشا سیمو کښې یې نن سهار زلزله راغلې ده.
د پاکستان د زلزلې د اندازې لګولو د مرکز له مخې د سهارنۍ زلزلې شدت ۵.۵ ریکټره وو او ژوروالی یې ۲۶۰ میټره وو او مرکز یې د افغانستان په هندوکش غرونو کښې اعلان شوی دی.
په پيښور کښې د زلزلې جهټکې د سهار له لمانځه وروسته احساس شوې چې له ۳۵ نه تر ۴۰ ثانیو یې دوام وکړ او له امله یې په خلک وویریدل.
تراوسه د یادې زلزلې د احتمالي تاوان یا مرګ ژوبلې په هکله خبر نه دی ترلاسه شوی.
ټیګونه