پاکستان په امریکې سخته نیوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i50924-پاکستان_په_امریکې_سخته_نیوکه_وکړه
پاکستان د ترهګرو په نوملړ کښې د کشمیر د حزب المجاهدین د مشر د نوم د شاملولو په لړ کښې د امریکې اقدام وغنده او ویې ویل چې د امریکایانو لپاره د کشمیریانو وینه هیڅ ارزښت نه لري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 28, 2017 10:53 Asia/Kabul
  • پاکستان په امریکې سخته نیوکه وکړه

پاکستان د ترهګرو په نوملړ کښې د کشمیر د حزب المجاهدین د مشر د نوم د شاملولو په لړ کښې د امریکې اقدام وغنده او ویې ویل چې د امریکایانو لپاره د کشمیریانو وینه هیڅ ارزښت نه لري.

د پاکستان د خارجه وزارت ویاند نفیس ذکریا او د دغه هیواد د کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان وویل: د کشمیر خلک د خپلو حقوقو د ترلاسه کولو لپاره د هندوستان له حکومت سره مبارزه کوي خو امریکا د هندوستان د خوش خدمتۍ په وجه د صلاح الدین نوم د ترهګرو په نوملړ کښې راوستی دی.

نفیس ذکریا او نثار علي خان وویل: له تیرې جولایۍ میاشتې نه تراوسه د هند د امنیتي ځواکونو په ډزو کښې په زرهاو کشمیریان وژل شوي، زخمي شوي او نیول شوي دي او داسې ښکاري چې امریکا په دې لړ کښې د هندوستان حکومت هڅوي.

د ویلو ده چې د امریکې خارجه وزارت تیره دوشنبه واشنګټن ته د هند د وزیراعظم نریندر مودي له رسیدو مخکښې اعلان وکړ چې د کشمیر د حزب المجاهدین د مشر صلاح الدین نوم یې د ترهګرو په لیسټ کښې راوستی دی.

د سیمې سیاسي کارپوهان هم وايي چې د ترهګرۍ په وړاندې د امریکې سټراټیجي دوه ګونې ده.