په پاکستان کښې د داعش خطر جدي دی
د پاکستان د کورنیو چارو پخواني وزیر په دغه هیواد کښې د داعش د خطر د جدي والي خبر ورکړ.
د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې رحمان ملک پرون وویل: په کویټه او پاړه چنار ښارونو کښې وروستۍ ترهګرې چاودنې په دغه هیواد کښې د ترهګرو بریدونو د یوې نوې څپې پیلامه ده.
د پاکستان پخواني داخله وزیر څرګنده کړه: داعش تکفیري او ترهګره ډله د پاکستان په مختلفو ښارونو کښې د ځواکونو په جذبولو او روزلو اخته ده او پټ فعالیتونه کوي.
رحمان ملک په پاکستان کښې د داعش ترهګرې ډلې د حملو په مخنیوي او د امنیت په تامینولو کښې د نوازشریف د حکومت په ناتوانۍ نیوکه وکړه او ویې ویل: داعش د بلوچستان صوبې د مرکز کویټه ښار په شمول د دغه هیواد په مختلفو ښارونو کښې ترهګر عملیات ترسره کوي او خلک په خاورو او وینو کښې لغړوي خو اسلام آباد د داعش د بریدونو د مخنیوي لپاره هیڅ نه کوي.
د ویلو ده چې د تیرې پنجشنبې او جمعې په ورځو د پاکستان په کویټه او پاړه چنار ښارونو کښې په شویو ترهګرو چاودنو کښې په لس هاو کسان شهیدان او زخمیان شوي او جماعت الاحرار او داعش تکفیري ډلو د دغو چاودنو پړه منلې ده.