په پاړه چنار کښې د غم ځپلو معترضینو پرلتۍ لاهم دوام لري
نن شپږمه ورځ ده چې د پاکستان د کرمې ایجنسۍ په مرکز پاړه چنار ښار کښې د تیرې جمعې ورځې په چاودنو باندې په اعتراض کښې په زرګونو کسانو پرلتۍ وهلي او د خپلو غوښتنو د پوره کیدو په تمه دي.
له پاړه چناره د ترلاسه شویو خبرونو له مخې په دغه ښار کښې د تیرې جمعې په ورځ په دوو پرله پسې چاودنو او بیا په قهریدلو معترضانو باندې د ایف سي ځواکونو په ډزو کښې د سل ګونو کسانو له شهادت او ژوبلیدو وروسته د سیمې خلکو د اعتراض په توګه پرلتۍ وهلې دي چې نن یې شپږمه ورځ پوره کیږي.
معترض خلک چې د پاړه چنار ښار نه علاوه د کرمې له مختلفو کلیو نه هم ډلې ډلې کسان پکښې شامل شوي دي، غواړي چې د پاکستان د پوځ قومندان جنرال قمر جاوید باجوا یا د کورنیو چارو وزیر دې ورشي او د دوي غوښتنې دې پوره کړي چې همهغه د ترهګرو پيژندل او په ایف سي ځواک کښې پر خلکو د ډزو کولو د حکم د صادرونکي کرنل څنګته کول او سزا کول پکښې شامل دي.
ټاکل شوې وه چې د پاکستان د پوځ قومندان پرون د پاړه چنار د خلکو په غوښتنه دغه ښار ته لاړ شي خو د سخت باران له امله پاتې شو او نن هم تراوسه پاړه چنار ته د هغه د تګ خبر نه دی رارسیدلی.
د ویلو ده چې د پاړه چنار مظلوم خلک تل د ترهګرو او تکفیري ډلو له جنایتونو سره مخ وي او د پاکستان حکومت هم دې مسئلې ته جدي پام نه کوي بلکې اپوټه په ترهګرۍ باندې معترض خلک ځپي او حتی ډزې پرې کوي.