د پاړه چنار د پيښې عاملین به محاکمه کوو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i50962-د_پاړه_چنار_د_پيښې_عاملین_به_محاکمه_کوو
د پاکستان د پوځ قومندان ویلي چې د پاړه چنار د پیښې له غم ځپلو سره به بې له توپیره مرسته وشي، دښمنانو بې لارې کونکې دسیسه پیل کړې ده، د ټینګ شوي امنیت د ګټو د له مینځه تګ مخنیوی به وکړو.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Jun 29, 2017 00:34 Asia/Kabul
  • د پاړه چنار د پيښې عاملین به محاکمه کوو

د پاکستان د پوځ قومندان ویلي چې د پاړه چنار د پیښې له غم ځپلو سره به بې له توپیره مرسته وشي، دښمنانو بې لارې کونکې دسیسه پیل کړې ده، د ټینګ شوي امنیت د ګټو د له مینځه تګ مخنیوی به وکړو.

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هیواد د شیعه علماو یو پلاوي په راولپنډۍ کښې د پوځ له قومندان جنرال قمر جاوید باجوا سره وکتل. په دغه کتنه کښې جنرال باجوا وویل: د پاړه چنار د پيښې ذمه وار کسان به محاکمه کړی شي، دا یو ستر تاوان دی، له فرقې او مسلکه ورتیر، ټول شهیدان او زخمیان مونږ ته برابر دي، مونږ ټول پاکستانیان او مسلمانان یو.

د پاکستان د پوځ قومندان همداشان وویل چې روانې پیښې عمداً د فرقه ایزو او توکمیزې کرکې په توګه ښودل کیږي او دا بې لارې کونکې دسیسه د پاکستان دښمنانو پيل کړې چې پراختیا یې خواشینونکې ده.

هغه زیاته کړه: دښمن د ترهګرۍ له لارې زمونږ په ویشلو او ټوټې کولو کښې ماتې خوړلې ده نو اوس یې نورو حربو ته لاس اچولی دی.

دا په داسې حال کښې دي چې په پاړه چنار کښې د تیرې جمعې په ورځ له شویو دوو بوږنونکو ترهګرو چاودنو او پکښې د سل هاو کسانو له شهادت او زخمي کیدو وروسته د دغې سیمې غیرتي خلکو اعتراضي پرلتۍ وهلي او سیمې ته د پوځ د قومندان یا د کورنیو چارو د وزیر د ورتګ او د دوي د غوښتنو د پوره کولو غوښتونکي دي، خو په خواشینۍ سره تراوسه د جنرال باجوا په شمول هیڅ کوم لوړرتبه پوځي یا سیاسي چارواکی پاړه چنار ته نه دی تللی.