پاکستان د هندوستان او امریکې ترمینځ د وسلو له تړونه اندیښمن دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i50980-پاکستان_د_هندوستان_او_امریکې_ترمینځ_د_وسلو_له_تړونه_اندیښمن_دی
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کښې د امریکې او هندوستان ترمینځ د وسلو له وروستي تړون څخه خپله اندیښنه څرګنده کړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 29, 2017 03:27 Asia/Kabul
  • پاکستان د هندوستان او امریکې ترمینځ د وسلو له تړونه اندیښمن دی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کښې د امریکې او هندوستان ترمینځ د وسلو له وروستي تړون څخه خپله اندیښنه څرګنده کړه.

د امریکې حکومت په نزدې راتلونکي کښې د هندوستان په سمندري ځواک باندې د بې پایلټه الوتکو د خرڅون لپاره د وسلو هغه دوه میلیارډ ډالریز تړون تاییدوي چې واشنګټن ته د هندي وزیراعظم نریندر مودي په وروستي سفر کښې پرې دواړه لوري سلا شول.

د پاکستان حکومت هندوستان ته د امریکې د پرمختللې ټیکنالوجۍ له منقلیدو سخت اندیښمن دی.

د پاکستان د خارجه وزارت په بیانیه کښې څرګنده شوې ده چې د وسلو داشان خرڅونه د سویلي آسیا سټرټیجک ټیکاو له خطر سره مخامخولی شي.

د هندوستان او امریکې په ګډه خبرپاڼه کښې بیا له پاکستانه غوښتنه شوې چې پر نورو هیوادونو د حملې لپاره د یوې اډې په توګه د خپل هیواد د خاورې له نه استعمالیدو دې ډاډ ترلاسه کړي.

د ویلو ده چې هند وزیراعظم تیره یکشنبه په درې ورځني سفر امریکې ته تللی و.