آیا په پاکستان کښې د ترهه ګرۍ د ختمولو ادعا رښتیا وه؟
که افغانستان وی او که پاکستان د دواړو هېوادونو د حکومتونو او فوځونو لخوا هر وخت اعلانونه کیږی چې د ترهه ګرۍ ملا مو ماته کړې ده،
هم افغان حکومت ادعا کوی چې په ننګرهار ولایت کښې یې د داعش ملا ماته کړې ده او هره ورځ د دغې ترهه ګرې ډلګۍ د لسګونو کسانو د هلاکېدو خبرونه خپروی، په داسې حال کښې چې د ننګرهار، کنړ او غور په شمول په ځینو ولایتونو کښې د ځای حکومتونو او امنیتی چارواکو د وېنا له مخې چې داعش د هغې زیاتې سرمائې په ذریعې چې یې لری د خلقو په جذبولو لاس پورې کړے او د غور د والی په قول فقیرې او بې وزلې کورنۍ هم د پېسو د ترلاسه کولو په عوض کښې خپل ځوانان داعش ته حواله کوی.
همدارنګ د پاکستان حکومت او فوځ هم ادعا کړې چې په هېواد کښې ترهه ګری نوره ختمه شوې ده، د پناه ځاے نه لری او ملا یې ماته شوې ده او د ګوتو شمېر ځینې دهشتګرد باقی پاتې دی. پناه ځایونه یې تباه کړې شوی دی او نور د سترې ترهه ګرې پېښې د رامنځته کولو وس نه لری. دا هغه ادعا ګانې دی چې څو کاله وشول د پاکستان حکومت او فوځ یې کوی، په تېره بیا د ضرب عضب په نامه د فوځ له عملیاتو وروسته چې د 2014 کال د جون له پینځلسې نېټې څخه شروع شوی وو او د 2017 روان میلادی کال تر وړومبیو وختونو پورې یې دوام لرۀ.
همدارنګ له رد الفساد نومې عملیاتو وروسته چې په ا ړه یې زیاته ادعا وشوه چې ترهه ګری نوره ملا نه شی نېغولې خو د دغو ټولو ادعاګانو په اپوټه لیدل کیږی چې ترهه ګر د دغو ادعاګانو د غلط ثابتولو لپاره وخت په وخت له مخکې نه په لا زیاتو سترو جنایتونو لاس پورې کوی او د حکومت او فوځ د ادعا ګانو باوجود ترهه ګر چې هر وخت او هر ځاے کښې وغواړی بې له څه مشکله بوږنوونکی جنایتونه او جرائم ترسره کوی.
په همدې لړ کښې د جون په 23 نېټه د روژې د مبارکې میاشتې د وروستۍ جمعې په ورځ ترهه ګرو په کوئټه او پاړه چنار کښې ډېر ستر جنایتونه رامنځته کړل چې د کمیت له لحاظه د پاړه چنار ترهه ګره پېښه ترټولو لوے جنایت ګڼل کیږی. خلق د واړۀ اختر لپاره په بازار کښې د سودا ګانو په اخېستو بوخت وو چې سفاکو ترهه ګرو په وقفې سره دوه غټې چاودنې وکړې چې د پاړه چنار په سلګونو شیعه مسلمان روژتنیا په خاورو او وینو کښې ولوغړول، چې د رپوټونو له مخې له سلو نه زیات کسان ووژل شول او تقریباً څلور سوه هم زخمیان شول. همدارنګ په کوئټه کښې هم د دغه ښار د پولیسو د قوماندانۍ د دفتر مخې ته په ځان وژونکې حمله کښې د پولیسو په شمول اولس تنه ووژل شول.
نو اوس خلق دا حق لری چې پوښتنه وکړی چې که د فوځ لخوا د ضرب عضب او ردالفساد د عملیاتو په نتیجه کښې د ترهه ګرۍ ملا ماته شوې او له منځه تلې ده نو بیا ولې ترهه ګر هم هغه شان حملې کوی او هر وخت او هر ځاے کښې چې وغواړی ترهه ګر عملیات ترسره کوی؟ دا داسې پوښتنې دی چې خلق یې د ځواب په طمه دی.
د پاړه چنار خلق د شیعه توب په وجه د نورو سیمو په نسبت له زیاتو ترهه ګرو چاودنو او ځان وژونکو حملو سره مخامخ دی. په تېرو څلور کلونو کښې په دغه ښار کښې د انسانیت او اسلامیت د دښمنانو لخوا پینځلس بوږنوونکې ترهه ګرې او ځان وژونکې حملې شوې دی چې په نتیجه کښې یې په سلګونو کسان وژل شوی او په سلګونو نور هم زخمی او مات ګوډ شوی دی. چې د جون د درویشتمې نېټې یعنې د رمضان د مبارکې میاشتې د وروستۍ جمعې په ورځ د دغې دردونکې پېښې له سلو نه زیات وژل شوی او تقریباً څلور سوه زخمیان پکښې اضافه شول.
او له دې نه لا زیاته دردوونکې او غمجنونکې پېښه د پرامن مظاهرچیانو په لور د کورم ملېشې د غېر طوری ځواکونو لخوا نېغ په نېغه ډزې وې چې د کرم ملېشې د تکفیری او افراطی تفکر لرونکی قوماندان کرنل عمر په حکم وشوې چې د دغو ډزو له کبله هم شپږ نور بې ګناه کسان ووژل شول او لس هم ژوبل شول او لا تریخ حقیقت دا چې دا ځل د پاړه چنار ځوانانو د خپلو ځینو قامی مشرانو په اپوټه چې تل د پاکستان د حکومت او استخباراتی ادارې تابعدار دی او د څو روپو په خاطر خرڅیږی، په پاړه چنار ښار کښې پرلت غزونه شروع کړه او وې ویل چې پکار دی د پاکستان د فوځ قوماندان او وزیراعظم هغوی ته ورشی او د پرلت غزونې په ځاے کښې د هغوی غوښتنو ته غوږ کیږدی، چې له بده مرغه د اوو ورځو د تېرېدو باوجود تر اوسه هیڅ یو چارواکے د دغو ویرجنو ځوانانو خوا ته نه دے ورغلے چې خبرې یې واوری چې د هغوی ترټولو مهمه غوښتنه د پاړه چنار ښار سېکورټی خپله د دغه ښار خلقو یا د کورم طوری ملېشې ته حواله کول دی چې حکومت هغوی قصداً نورو قبائیلی سیمو ته منتقل کړی دی او غېر طوری ملېشا ځواکونه یې پاړه چنار ته منتقل کړی دی چې نه یوازې د دغه ښار د امنیت په رامنځته کولو کښې ناکام شوی دی بلکه د موثقو سرچینو په قول له ترهه ګرو سره پاړه چنار ته په داخلېدو کښې هم مرسته کوی.
له دې امله چې پاړه چنار یو وړوکے ښار دے او ډېر په اسانۍ سره د ترهه ګرو له داخلېدو څخه مخنیوے کېدې شی چې دلته هم موثقه سرچینې وائی چې د پاړه چنار د ناامنه کولو مسئله د پاکستان د فوځ او استخباراتی ادارې د پالېسۍ برخه ده چې له یوې خوا د دغه ښار شیعه چې د سیمې او پاکستان په سطح د شیعه ؤ له حقوقو څخه په دفاع کښې ډېر مخکې دی د ترهه ګرو حملو په ذریعې سره تر دباو لاندې راولی او وې ځپی او له بلې خوا هم دا ښودنه وکړی چې دغه حملې د پاکستان د دښمنانو په تېره بیا د هندوستان کار دے د افغانستان له لارې دغه حملې کوی او په دې بهانې سره په ډیورېنډ کرښه کښې فوځی تاسیسات جوړ کړی او افغان حکومت د دغې کرښې په رسمیت منلوته مجبور کړی.
البته د پاړه چنار په واقعاتو کښې د مالی او فکری مرستو له نظره د سعودی کردار ته هم بې پامی نه شوو کولې چې د سعودی مقصد په ټوله سیمه کښې د شیعه ؤ ځپل دی چې د پاکستان فوځ په دې لړ کښې له سعودی سره پوره غږملے دے او هغه ډلې چې په پاړه چنار کښې جنایتونه ترسره کوی ټولو ته معلوم دی چې د پاکستان طالب ډله ، لشکر جهنګوی او سپاصحابه چې له داعش سره یې بیعت کړے د ے په شان ډلې دی. د دغو ډلو مشران د پاکستان د کورنیو چارو له وزیر چودری نثار علی خان سره پټې او څرګندې غونډې کوی.
همدارنګ په افغانستان کښې هم د دغه هېواد د ولسی جرګې د غړی حاجی ظاهر قدیر په شان مهمو کسانو په ځلونو ویلی دی چې داعش تکفیری ډله د امریکې لخوا او د افغانستان د ملی امنیت د ادارې په مرستې سره جوړه شوې ده او د هغوی ملاتړ ورته حاصل دے. البته د پاکستان د فوځ د عملیاتو په نتیجه کښې د ځینو پاکستان طالبانو او همدارنګ د ازبک تبارو ، تاجیک تبارو او چیچنیا تبارو په شان د ترهه ګرو یوه برخه کسان افغانستان ته منتقل کړې شوی دی چې اوس ورته داعش ویل کیږی.
--------