پاکستانی نمائنده: پکار نه دی د امریکې په وړاندې تسلیم شوو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i51056-پاکستانی_نمائنده_پکار_نه_دی_د_امریکې_په_وړاندې_تسلیم_شوو
د پاکستان په قومی اسمبلۍ کښې د حزب اختلاف مشر وویل: اسلام آباد پکار نه دی د امریکې د زور ویونو په وړاندې تسلیم شی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 30, 2017 03:39 Asia/Kabul
  • پاکستانی نمائنده: پکار نه دی د امریکې په وړاندې تسلیم شوو

د پاکستان په قومی اسمبلۍ کښې د حزب اختلاف مشر وویل: اسلام آباد پکار نه دی د امریکې د زور ویونو په وړاندې تسلیم شی.

د اېرنا خبری اژانس د رپوټ له مخې د پاکستان په قومی اسمبلۍ کښې د حزب اختلاف مشر او د پیپلز پارټۍ استازی سید خورشید احمد شاه پرون په اسلام آباد کښې خبریالانو ته وویل: پاکستان ته پکار دی د امریکې او د هغې تر ملاتړ لاندې ترهه ګرو ډلو د زور ویونو په وړاندې تسلیم نه شی.

هغه همدارنګ له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په نامه د سعودی په خودساخته فوځی ائتلاف نیوکه وکړه او زیاته یې کړه کوم عوامل د دې سبب شول چې ځینې اسلامی هېوادونه دې له دغه ائتلاف سره یوځاے شی.

د پاکستان د حزب اختلاف مشر همدارنګ په پاړه  چنار شیعه مېشته ښار کښې د وروستیو ترهه ګرو حملوپه ردعمل کښې وویل: د داعش په شمول ترهه ګرې ډلې د صهیونېسټ رژېم لاس پوسې ادارې ګڼلې کیږی.

خورشید شاه همدارنګ د اسلامی نړۍ په هغو مشرانو چې د سلط غوښتونکو قوتونو د لاس آلې جوړې شوې دی په نیوکې سره وویل: په اسلامی نړۍ کښې د اختلافاتو اور غرغنډه شوے دے او له بده مرغه د اسلامی هېوادونو ځینې مشران د حالاتو په اړه بې پروائی کوی.