چین وايي په پاکستان کښې سمندري پوځي اډه نه جوړوي
Jun 30, 2017 11:10 Asia/Kabul
د چین د دفاع وزارت ویاند په پاکستان کښې د سمندري پوځي اډې د جوړولو لپاره د خپل هیواد د کوشش په هکله رپورټونه رد کړل.
د روسیې د سپوتنیک خبري آژانس د خبر له مخې د چین د دفاع وزارت ویاند وو قیان په سیمه کښې د امریکا او عربستان له بلل شوي ورځ په ورځ زیاتیدونکي نفوذ سره د مقابلې به موخه په پاکستان کښې د چین د سمندي پوځي اډې د جوړولو په هکله رپورټونه بې بنیاده وبلل.
د ویلو ده چې ځینو رسنیو اعلان کړی و چې اسلام آباد د هندوستان په وړاندې د قدرت د موازنې رامینځته کولو لپاره په پاکستان کښې د چین د پوځي شتون د زیاتیدو په تکل کښې دی.
د امریکې دفاع وزارت هم په خپل کلیز رپورټ کښې ویلي وو چې چین په پاکستان کښې د یوې نوې سمندري پوځي اډې جوړول غواړي.
ټیګونه