د پاړه چنار کربلا
په پاړه چنار کښې د روژې په وروستۍ جمعه په یوه ترهه ګره حمله کې کابو سل شیعه مسلمانان ووژل او کابو څلور سوه یې شهیدان شول او په دې توګه د اختر د شهیدانو شمیر تر یونیمو سلو زیات شو.
سږ کال د روژې مبارکه میاشته په ختمیدو وه او دا هیله وه چې دا ځل د پاراچنار مظلوم خلک یو څه د اختر خوشالۍ ولمانځل شي که څه هم د دې سیمې خلک لا د مارچ د یودیرشمې د ترهه ګرې حملې له غمه پوره نه وو راوتلې او د دغه چاودنې د شهیدانو دا لومړی اختر و چې له اختره درې ورځې مخکې خونړیو ملعونانو د روژې په وروستۍ جمعه په یوه بله ترهه ګره حمله کې کابو سل شیعه مسلمانان ووژل او کابو څلور سوه یې شهیدان کړل او په دې توګه داختر د شهیدانو شمیر تر یونیمو سلو زیات شو.
خبره دا ده چې ملعون خو معلون وي او د ملعونانو شجره د کربلا له وخته راروانه ده له هغوي څه ګیله نیشته ځکه چې هغوي هغوي خو د شیطان منونکي دي او د شیطان په پیروۍ کې یې انسانیت تر پښو لاندې کړی دی دغه ملعونانو همیشه د انسان کرامت او شرافت پایمال کړی دی ظاهرا خو یزید هم پوخ مسلمان و او ځآنته یې د مسلمانانو خلیفه ویل خو هغه نه یوازې په کعبې په منجنیقونو سره حمله وکړه بلکې په قرآني ایتونو پورې یې هم ملنډې ووهلې او د شراب په نشه کې د مسلمانانو په منبر کښیناسته او خطبې به یې ورکولې. نو خبره دا ده چې د زمانې له یزیدیانو چې نن سبا ځانونه د اسلام مجاهدین ګڼي او د ظلم د کولو په وخت د الله اکبر نعره پورته کوي او په خپلو کارونو سره نه یوازې د اسلام د بدنامۍ سبب کیږی بلکې په ټوله نړۍ کې یې مسلمانانو ته مشکلات پیدا کړې دي نو له دوي خو څه ګیله نیشته . ځکه چې دوي د اسلام د دښمانو په لاس کې لوبتکه دي. که مونږ ګیله لرو نو له خپل حکومت فوځ او د کرمې له پولیټیکل انتظامیې په تیره بیا له ځایی ملیشې او پوځیانو یې لرو چې دخپل یزیدي سوچ د لرونکي کرنیل عمر په حکم یې په هغو مظاهره چیانو چې د خپلو خوږو کسانو په غم کې په راوتلو او مظاهره کوونکو کسانو یې نیغ په نیغه ډزې وکړې او لس یې سخت ژوبل کړل.
مونږ له مرکزي حکومت په تیره بیا له وزیراعظم نواز شریف څخه شکایت لرو چې د پاړه چنار غوندې سترې پیښې باندې یې سترګې پټې کړې او د خپل بادار او محسن سعودي باچا سلمان بن عبدالعزیز سره د اختر کولو په موخه عربستان ته لاړ حال دا چې کله چې په یو هیواد کښې داسې کومه ستره پیښه وشي نو که د هغه هیواد مشر له هیواده بهر په سفر هم تللی وي، خپل سفر مختصر کوي او سمدستي خپل هیواد ته ستنیږي.
له دې ستر ظلم دا چې نواز شریف د پنجاب صوبې په بهاولپور کښې د پټرولو د ټانکر د چاودنې په پیښه کښې د وژل شویو لپاره سمدستي دغه ښار ته لاړ او د وژل شویو کسانو له کورنیو سره یې د شل، شل لکه روپیو مرستې اعلان وکړ حال دا چې دغه کسان له چپه شوي ټانکر څخه د تیلو پټولو لپاره سره د لوښو او بالټیو هلته تللي وو. خو د پاړه چنار د پیښې چې د یوې سترې ترهګرې حملې له امله رامینځته شوې وه ورته بیخي احساس ونه شو، نه یې هغه قومي پيښه اعلان کړه او یې هم یوه ورځ یا څو ساعته ویر اعلان کړ.
د پاکستان پارلیمان هم د پاړه چنار پیښې ته اهمیت ورنه کړ او بیخي داسې ښکاریده لکه چې پاړه چنار له سره د پاکستان برخه نه وي. له دې ستر ظلم دا وشه چې کله چې د پاړه چنار ځلمیانو او ځوانانو چې ځان خالص پاکستانیان ګڼي او تل د پاکستان لپاره له خپل سره تیر وي، کله چې یې د اعتراض په توګه پرلتۍ ووهلې او د پوځ د قومندان یا د کورنیو چارو له وزیره یې پاړه چنار ته د ورتګ او د دوي د غوښتنو د اوریدو تقاضا وکړه نو تر یوې اونۍ هیڅوک ورنغلل او کله چې پرلتۍ پراخې شوې او د پاړه چنار د خواوشا د مختلفو سیمو او کلیو خلک پکښې ډلې ډلې شامل شول او د پاړه چنار د محاصرې احساس وشه نو حکومت ځان په خطر کښې ولیده او بلآخره پس له شپږو ورځو د پوځ قومندان پاړه چنار ته د تګ زحمت وکړ او په ګورنر هاوس کښې یې د معترضو پرلت وهونکو له یو پلاوي سره وکتل او خبرې اترې یې وکړې او د ځوانانو غوښتنې یې په ځیر واوریدلې. د پاکستان د پوځ قومندان د هغوي ځینې غوښتنې ومنلې چې پکښې د سلو ځايي ځوانانو د یو دفاعي ځواک جوړل چې د پاړه چنار امنیت به تامینوي او د پوسټو څآرنه به یې د پاکستان پوځ کوي او د کرمې ملیشه به پکښې بیخي کار نه لري او همداشان د د کرم ملیشه د هغه کرنل کورټ مارشل شامل دی چې پر مظاهره چیانو یې د ډزو کولو حکم ورکړی و.
په هر حال ګورو به چې په راتلونکي کښې پر دغو ژمنو عمل کیږي او که که نه.