خلک دې په اتحاد سره د ترهګرو دسیسې شنډې کړي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i51116-خلک_دې_په_اتحاد_سره_د_ترهګرو_دسیسې_شنډې_کړي
د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین عمومي منشي وویل چې د دغه هیواد شیعه او سني مسلمانانو په خپل وحدت او یووالي سره د ترهګرو او وهابي ډلو دسیسې شنډې کړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 01, 2017 08:20 Asia/Kabul
  • خلک دې په اتحاد سره د ترهګرو دسیسې شنډې کړي

د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین عمومي منشي وویل چې د دغه هیواد شیعه او سني مسلمانانو په خپل وحدت او یووالي سره د ترهګرو او وهابي ډلو دسیسې شنډې کړې.

علامه راجا ناصر عباس جعفري پرون په اسلام آباد کښې خبریالانو ته وویل: د نواز شریف له حکومت پرته د پاکستان ټولو ګوندونو د پاړه چنار له مظلومو خلکو سره د خواخوږۍ او پيوستون اعلان وکړ خو وزیراعظم او د هغه هیڅ کوم وزیر د خیبرپښتونخوا صوبې د پاړه چنار په شیعه میشته سیمه کښې د څو ورځې مخکښې دوو ترهګرو چاودنو په هکله هیڅ غبرګون ونه ښود.

له بلې خوا د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان پرون پاړه چنار ته په تګ سره د دغه ښار د شهیدانو له کورنیو او زخمیانو سره د پیوستون په اعلانولو سره وویل: د امریکې په شمول لویدیځ هڅه کوي چې د شیعه او سني ترمینځ جنګ جوړ کړي خو باید پخپل اتفاق او اتحاد سره دا ډول دسیسې شنډې شي.

د پاړه چنار خلکو پرون دغه ښار ته د پاکستان د پوځ د قومندان جنرال قمر جاوید باجوا په سفر او لخوا یې د هغوي د زیاتره غوښتنو له منلو وروسته خپل د یوې اونۍ پرلتۍ ختمې کړې.