د اسلام آباد او کابل خپل مینځي اړیکې ښې شوې دي
Jul 01, 2017 10:01 Asia/Kabul
په بهرنیو چارو کښې د پاکستان د وزیراعظم سلاکار د اسلام آباد او کابل ترمینځ د اړیکو د ښه کیدو خبر ورکړ.
آوا خبري آژانس لیکلي چې سرتاج عزیز نن په اسلام آباد کښې وویل: د قزاقستان په پلازمینه آستانه کښې د شنګهايي د ملګرتیا سازمان په وروستۍ غونډه کښې د افغانستان او پاکستان د مشرانو له کتنې وروسته د اسلام آباد او کابل اړیکې مخ په ښه کیدو دي.
د ویلو ده چې د پاکستان وزیراعظم نواز شریف او د افغانستان ولسمشر اشرف غني د جون په نهمه نیټه په آستانه کښې د شنګهايي د ملګرتیا سازمان د اولسمې غونډې ترڅنګ ملاقات وکړ او د ترهګرو خلاف د ګډې مبارزې او د دوه اړخیزو اړیکو د ښه کولو په هکله یې د نظر تبادله وکړه.
ټیګونه