پاکستان له امریکې سره په خپلو اړیکو غور کوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i51130-پاکستان_له_امریکې_سره_په_خپلو_اړیکو_غور_کوي
د پاکستان وزیراعظم د اسلام آباد او واشنګټن په اړیکو کښې د بیاکتنې او غور په هکله د خپل حکومت د طرحې خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 01, 2017 10:44 Asia/Kabul
  • پاکستان له امریکې سره په خپلو اړیکو غور کوي

د پاکستان وزیراعظم د اسلام آباد او واشنګټن په اړیکو کښې د بیاکتنې او غور په هکله د خپل حکومت د طرحې خبر ورکړ.

محمد نواز شریف پرون د پاکستان د خارجه وزارت له چارواکو سره له غونډې وروسته وویل چې اسلام آباد غواړي له امریکې سره په خپلو اړیکو کښې په غور سره له بیجنګ او ماسکو سره د اړیکو پراختیا په ایجنډا کښې راولي.

نواز شریف همداشان د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کښې د بشري حقوقو له خلاف ورزۍ د اندیښنې په ښودلو سره وویل: امریکې په دغې سیمې کښې د بشري حقوقو په چخڼي کیدو سترګې پټې کړې دي.

د پاکستان وزیراعظم په عین حال کښې د چین د هغه رول قدرونه وکړه چې د پاکستان او افغانستان د اړیکو په سمولو کښې یې د دغه هیواد ارزښتناک کار بللی دی.

د ویلو ده چې واشنتګټن ته د هند د وزیراعظم نریندر مودي د وروستي سفر په بهیر کښې امریکې د کشمیر د حزب المجاهدین د مشر سید صلاح الدین نوم د تش په نامه ترهګرو لسټ کښې راوسته.