امریکایی سناتورانو د پاکستان له پوځي سیاسي مقاماتو سره کتنه وکړه
د جمهوریپال سناتور جان مکین په مشرۍ د امریکا د سنا جرګې د مهمو غړیو یوه ډله پرون /یکشنبه/ پاکستان ته لاړه او د دغه هیواد له ملکي او پوځي چارواکو منجمله د پوځ مشر سره یې د افغانستان د سولې او په سیمه کې د تروریستي ضد هلوځلو په اړه خبرې وکړې.
د پاکستان د پوځ له مشر سره په کتنه کې چې د پاکستان د پوځ په مرکز راولپنډۍ کې وشوه، دواړو خواوو امنیتي عملیات او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د همږغۍ اهمیت تایید کړ.
مکین او نورو امریکايي سناتورانو په داسې وخت کې پاکستان ته سفر کړی چې د ولسمشر ټرمپ اداره د افغانستان لپاره د نوې ستراتیژۍ په جوړولو کار کوي
امریکايي سناتورانو اسلام اباد ته له رسېدو سره سم په بهرنیو چارو کې د پاکستان د صدراعظم له سلاکار سرتاج عزیز سره وکتل.
د دوی له کتنې وروسته په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ښاغلي عزیز امریکايي پلاوي ته د تروریزم پر ضد د پاکستاني ځواکونو د بریو په باب معلومات ورکړل او ورته ویې ویل «د پاکستان په خاوره کې د تروریستانو شبکې او د هغوی پناهځایونه له منځه وړل شوي دي.»
په خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوي چې سرتاج عزیز امریکايي سناتورانو ته وویل چې هیواد یې د سوله ییز او سوکاله افغانستان په هدف له امریکا سره رغنده خبرو ته لار څاري.
ده له امریکا سره ستراتیژیکو اړیکو او ژور مشارکت ته چمتووالی اعلان کړ.
په امریکايي پلاوي کې سناتوره الیزابیت وارین، سناتور دیوید پیردو او سناتور شیلډن وایټهاوس شامل دي.
د امریکا ډیر سناتوران پاکستان د طالبانو او حقاني شبکې په ملاتړ تورنوي او په پاکستان د فشارونو په زیاتولو پسې دي.