د پاکستان له ګواښه وروسته اسلام آباد ته د امریکائی سېنېټرانو سفر
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i51254-د_پاکستان_له_ګواښه_وروسته_اسلام_آباد_ته_د_امریکائی_سېنېټرانو_سفر
د امریکې د سېنېټ د وسله والو ځواکونو د کمېټۍ مشر جان مک کین John McCain اسلام آباد ته په سفر کښې وویل: په سیمه کښې صلح د پاکستان له ملګرتیا نه بغېر امکان نه لری.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 03, 2017 08:34 Asia/Kabul
  • د پاکستان له ګواښه وروسته اسلام آباد ته د امریکائی سېنېټرانو سفر

د امریکې د سېنېټ د وسله والو ځواکونو د کمېټۍ مشر جان مک کین John McCain اسلام آباد ته په سفر کښې وویل: په سیمه کښې صلح د پاکستان له ملګرتیا نه بغېر امکان نه لری.

د روئیټر د رپوټ له مخې جان مک کین چې له څلورو نورو سېنېټرانو سره یې اسلام آباد ته سفر کړے دے بېګا په اسلام آباد کښې په بهرنیو چارو کښې د پاکستان د وزیراعظم له  خاص سلاکار سرتاج عزیز او د فوځ له قوماندان جنرل قمر جاوېد باجوه سره په کتنه کښې تاکید وکړ چې په افغانستان کښې د پاکستان له ملګرتیا نه بغېر صلح ممکنه نه ده.

د پاکستان د وزیراعظم خاص سلاکار هم په سیمه کښې د سولې او ثبات د رامنځته کېدو لپاره د امریکې او پاکستان سټراټیجک تعلقات ضروری وبلل.

آمریکائی سېنېټرانو په داسې حال کښې اسلام آباد ته سفر کړے دے چې د پاکستان په خلاف د واشنګټن له سختو سیاستونو وروسته نواز شریف او سرتاج عزیز اعلان وکړ چې اسلام آباد د امریکې په وړاندې خپلو سیاستونو ته بیا کتنه کوی او چین اوروسیې سره به خپل تعلقات پراخه کړی.

جان مک کین په داسې حال اسلام آباد ته سفر او له پاکستانی چارواکو سره کتنه او څرګندونې وکړې چې د سیمې کارپېژاندی په دې باوری دی چې په افغانستان کښې د ناامنۍ او بې ثباتۍ اصلی عامله امریکه ده او یوازې له دغه هېواد څخه د بهرنیو فوځیانو په وتلو سره به ارامښت او قراری افغانستان ته راوګرځی.