په پاکستان کې ترهه ګرې حملې او دغه هیواد پرضد دباونه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i51258-په_پاکستان_کې_ترهه_ګرې_حملې_او_دغه_هیواد_پرضد_دباونه
د پاکستان دولت او پوځ په داسې حال کې په لټه کې دی چی د پاراچنار شیعیان بې وسلې کړی چی د دغه ښار ګیر چاپیره د سپاه صحابه ، لشکر جهنګوی او طالبانو په شان بیلا بیلې ترهه ګرې ډلې چی اوس پکې داعش ډله هم ورزیاته شوی ده ، په ډول ډول وسلو سره شتون لری او هر وخت په شیعیانو حملې کوی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 03, 2017 09:22 Asia/Kabul
  • په پاکستان کې ترهه ګرې حملې او دغه هیواد پرضد دباونه

د پاکستان دولت او پوځ په داسې حال کې په لټه کې دی چی د پاراچنار شیعیان بې وسلې کړی چی د دغه ښار ګیر چاپیره د سپاه صحابه ، لشکر جهنګوی او طالبانو په شان بیلا بیلې ترهه ګرې ډلې چی اوس پکې داعش ډله هم ورزیاته شوی ده ، په ډول ډول وسلو سره شتون لری او هر وخت په شیعیانو حملې کوی

د تهران د پښتو راډیو له راپور سره سم که څه هم د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا  په پاراچنار کې رامینځته شویو شرایطو ته په پام سره چی د کورمې ایجنسي په زرګونو کسان د ځوانانو له پرلاتو سره یو ځای کیدل ، مجبوره شو د ۷ ورځو په ځنډ سره پاراچنار ته ورغې او د دغه ښار ګیر چاپیره په پلټونکیو پوستوکې د پاراچنار د  ۷۰ کسانو د ټاکلو په شمول د معترضو ځوانانو له غوښتنو سره ظاهرا موافقه وکړه چی د دغه هیواد  د پوځ تر څارنې لاندې به د ښار ساتنه وکړی ، خو دا پوښتنه مطرح ده چی  ولې پاراچنار هر وخت په وینو لغړول کیږی  او په دغه ښار کې چاودنې او انتحاریب حملې کیږی ؟ په هغه چاودنه او انتحاری حمله کې هم چی د جون په ۲۳ نیټه یعنی د روژې د مبارکې میاشتې په ورذوستي جمعې په پاراچنار کې د قدس ورځې له لاریون وروسته ترسره شوه ، کابو ۱۰۰ مړه او ۴۰۰ ژوبل درلودل . په کورمه ایجنسي او د هغه په مرکز پاراچنار کې  چی د شیعیانو اکثریت دې ، دا چاودنه په داسې حال کې وشوه چی په ملګرو ملتو کې د پاکستان سفیرې میرمن ملیحه لودهی د دغې ادارې د عمومی اسمبلۍ په غونډه کې وویل د ترذهه ګرو پناه ځایونه په افغانستان کې دی . د پاکستان د پوځ د عمومی اړیکو دفتر هم په پاراچنار کې له ترهه ګرو حملووروسته  په یوه اعلامیه کې وویل هغه ترهه ګرې حملې چی په پاراچنار او کویټه کې وشوې  ، د هغو ترهه ګرو لخوا شوی دی چی له افغانستانه راغلی وو .

پاراچنار چی د کورمې ایجنسي مرکز دې ، حاضر دمه ۹۹ فیصده شیعیان لری ، که څه هم له ۲۰۰۷ میلادی کال راهیسې د پاکستانی طالبانو ، القاعدې ، لشکر جهنګوی په شمول د ترهه ګرو ډلو له حملو سره مخامخ دی ، خو د دغه ښار د نیولو له ماتې وروسته درې کاله کیږی چی ترهه ګرې او ځان وژونکی حملې یې زیاتې کړی دی  او دغه چاره سبب شوی ده چی طوری او شیعه بنګش قبیلې ، دفاعی ډلې جوړې کړی  او د پار اچنار د مرکزی امام بارګاه او خلکو لخوا ورته تنخوا ورکول کیده او د دغو ډلو لخوا ښه امنیت تامینده خو د پاکستان دولت او پوځ د پاراچنار له شیعیانو د خپلې دفاع دغه حق واخیبسته  او ویې ویل چی د کورمې ملیشا  به چی غړی یې ځای خلک ندی  د پاراچنار ساتنه کوی  چی له بده مرغه له کله چی د کورمې ملیشا د امنیت ساتلو مسولیت پر غاړه اخیستې دې نه یوازې په پاراچنار کې ترهه ګرې حملې زیاتې شوی دی بلکې د ترهه ګرو حملو په اعتراض کې د شیعیانو په سوله ایزو مظاهرو  هم په ځلونو د کورمې ملیشا لخوا ډزې شوی دی ، نه یوازې دا بلکې د پاکستان دولت او پوځ هڅه وکړه چی د پاراچنار خلک بې وسلې کړی چی دغې چارې د قبایلی خلکو اعتراضونه راوپارول چی د مارچ د ۳۱ نیټې ترهه ګره حمله چی په هغې حملې کې هم څه د پاسه ۳۰ شیعیان مړه او ۵۰ ژوبل شوی وو د دغه اعتراض د زیاتیدا سبب شو .

د پاکستان دولت او پوځ په داسې حال کې په لټه کې دی چی د پاراچنار شیعیان بې وسلې کړی چی د دغه ښار ګیر چاپیره د سپاه صحابه ، لشکر جهنګوی او طالبانو په شان بیلا بیلې ترهه ګرې ډلې چی اوس پکې داعش ډله هم ورزیاته شوی ده ، په ډول ډول وسلو سره شتون لری او هر وخت په شیعیانو حملې کوی . نوموړی ترهه ګرې ډلې چی له ۲۰۰۷ کال راهیسې  تراوسه ندی توانیدلی د پاراچنار ښار ونیسی اوس یې ړندو ترهه ګرو حملو ته مخه کړی ده ، دوی په حقیقت کې غوښتل چی د پاراچنار په نیولو سره چی کابل ته دیره نودې قبایلی سیمه ده ، د افغانستان لپاره جدی ګواښ رامینځته کړی . د یادولو ده چی د افغانستان یوه ستره برخه  په اټوماتیکه توګه د کورمې ایجنسي له لوری امنه ده ، او د افغانستان دولت باید د پاراچنار د خلکو منندوې  وی  او دلته اصلی ټکې هم دا دې چی د پاکستان دولت او پوځ په لټه کې دې د پاراچنار خلک بې وسلې کړی . البته هغه دباونه چی پاکستان پرضد د نړیوالې ټولنې لخوا  له حقانی او طالبان ډلې د ملاتړ په اړه اچول شوی دی ، هم په بلوچستان کې د پیپلز پارټۍ د عمومی منشی بسم ا... خان کاکړ په وینا  ، په پاراچنار او کویټه کې له ترهه ګرو حملو سره ارتباط لری تر څو وښي چی پاکستان پخپله د ترهه ګرۍ قربانی دی او له دې لارې له دغو دباونو ځان وباسی .

 

عاشق حسین طوری