د پاکستان په بلوچستان کښې اته ترهه ګر ونیول شول
د پاکستانی فوځی ځواکونو د دغه هېواد په بلوچستان صوبه کښې په یو لړ عملیاتو کښې اته ترهه ګرو ونیول.
له اسلام آباده زمونږ د خبریال د رپوټ له مخې د پاکستان فوځ په یوې بیانیه کښې وویل:فوځی ځواکونو دغه خطرناک ترهه ګر د بلوچستان صوبې په کوهلو سیمه کښې نیولی دی.
په دغو عملیاتو کښې د ترهه ګرو د پټېدو له ځایونو زیات شمېر چاودېدونکی مواد او نور سازوسامانونه کشف او ضبط شوی دی.
د پاکستان د فوځ په بیانینه کښې راغلی دی چې دغو ترهه ګرو په بلوچستان صوبه کښې په ځینو عملیاتو کښې رول لرلے دے.
دغه عملیات په ټول پاکستان کښې د ترهه ګرو ډلو د نابودۍ لپاره د «ردالفساد» نومې فوځی عملیاتو په دوام کښې ترسره شول.
د نیول شویو کسانو د هویت په اړه څه رپوټ نه دے خپور شوے خو د جماعت الاحرار، سپاه صحابه او لشکرجنهنګوی په شمول ځینې تکفیری او وهابی ډلې په دغه صوبه کښې فعالې دی.