پاکستان د نصر د بالستیک توغندی بریالی ازموینه وکړه
د پاکستان توغندی ازموینه د یو میلیارډ ډالرو په ارزښت د وسلو د اخیستلو د تړون لپاره اسراییلو ته د هندوستان د لومړی وزیر مودی له سفر سره په یو وخت ترسره شوی ده .
د ایرنا له راپور سره سم د پاکستان پوځ اعلان وکړ د نصر له مځکې څخه مځکې ته لنډ واټنه د نوی نسل توغندې د دې توان لری چی له ۶۰ تر ۷۰ کلومیټرۍ پورې هر هدف په ډیرې زیاتې ځیرتیا سره تباه کړی .
د پاکستان توغندی ازموینه د یو میلیارډ ډالرو په ارزښت د وسلو د اخیستلو د تړون لپاره اسراییلو ته د هندوستان د لومړی وزیر مودی له سفر سره په یو وخت ترسره شوی ده .
د پاکستان د پوځ مشر جنرال باجوه دې ته په اشارې سره چی د دغه هیواد د توغندوی توان پیاوړتیا د پاکستان د دفاعی وس په پیاوړتیا کې مهم رول لری وویل اسلام اباد هیڅکله د جنګ او تیری په فکر کې ندې .
د پاکستان ولسمشر ممنون حسین ، لومړی وزیر نواز شریف او جنرال باجوا د دغه توغندی د بریالی ازموینې په اړه پاکستانی اولس ته مبارکی ویلی ده .
پاکستان او هندوستان په جنوبی اسیا د ایټمی وسلو درلودونکی یوازنې هیوادونه دی چی په دومداره توګه تسلیحاتی سیالۍ لری او هڅه کوی چی د توغندوی ټیکنالوجۍ د پرمختګ او تولید په زمینه کې له یوه بله مخکې شی .