پاکستان د نصر د بالستیک توغندی بریالی ازموینه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i51454-پاکستان_د_نصر_د_بالستیک_توغندی_بریالی_ازموینه_وکړه
د پاکستان توغندی ازموینه د یو میلیارډ ډالرو په ارزښت د وسلو د اخیستلو د تړون لپاره اسراییلو ته د هندوستان د لومړی وزیر مودی له سفر سره په یو وخت ترسره شوی ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 06, 2017 01:16 Asia/Kabul
  • پاکستان د نصر د بالستیک توغندی بریالی ازموینه وکړه

د پاکستان توغندی ازموینه د یو میلیارډ ډالرو په ارزښت د وسلو د اخیستلو د تړون لپاره اسراییلو ته د هندوستان د لومړی وزیر مودی له سفر سره په یو وخت ترسره شوی ده .

د ایرنا له راپور سره سم د پاکستان پوځ اعلان وکړ د نصر له مځکې څخه مځکې ته لنډ واټنه د نوی نسل توغندې د دې توان لری چی  له ۶۰ تر ۷۰ کلومیټرۍ پورې هر هدف په ډیرې زیاتې ځیرتیا سره تباه کړی .

د پاکستان توغندی ازموینه د یو میلیارډ ډالرو په ارزښت د وسلو د اخیستلو د تړون لپاره اسراییلو ته د هندوستان د لومړی وزیر مودی له سفر سره په یو وخت ترسره شوی ده .

د پاکستان د پوځ مشر جنرال باجوه دې ته په اشارې سره چی د دغه هیواد د توغندوی توان پیاوړتیا د پاکستان د دفاعی وس په پیاوړتیا کې مهم رول لری وویل اسلام اباد هیڅکله د جنګ او تیری په فکر کې ندې .

د پاکستان ولسمشر ممنون حسین ، لومړی وزیر نواز شریف او جنرال باجوا د دغه توغندی د بریالی ازموینې په اړه پاکستانی اولس ته مبارکی ویلی ده .

پاکستان او هندوستان په جنوبی اسیا د ایټمی وسلو درلودونکی یوازنې هیوادونه دی چی په دومداره توګه تسلیحاتی سیالۍ لری  او هڅه کوی چی د توغندوی ټیکنالوجۍ د پرمختګ او تولید په زمینه کې له یوه بله مخکې شی .