له سعودی نه پاکستان ته د راحیل شریف ستنېدل
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i51584-له_سعودی_نه_پاکستان_ته_د_راحیل_شریف_ستنېدل
د پاکستان د فوځ پخوانے قوماندان چې د سعودی خودساخته فوځی ائتلاف قوماندانی یې په غاړه لرله پاکستان ته راستون شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 08, 2017 07:42 Asia/Kabul
  • له سعودی نه پاکستان ته د راحیل شریف ستنېدل

د پاکستان د فوځ پخوانے قوماندان چې د سعودی خودساخته فوځی ائتلاف قوماندانی یې په غاړه لرله پاکستان ته راستون شو.

د فارس خبری اژانس د رپوټ له مخې راحیل شریف پرون له سعودی څخه د یوې خصوصی طیارې په ذریعې سره د پاکستان د پنجاب صوبې لاهور ښار ته راستون شو چې یو شمېر سعودی چارواکی هم ورسره وو.

راحیل شریف د تېر اپرېل د میاشتې په یویشتمه نېټه د یمن په جنګ کښې د سعودی د خودساخته فوځی ائتلاف د قوماندانۍ په غاړه اخېستلو لپاره ریاض ته سفر کړے ؤ.

څه موده مخکې رسنیواعلان وکړ چې د پاکستان د فوځ دغه پخوانے قوماندان چې د سعودی د خودساخته فوځی ائتلاف قوماندانی یې په غاړه لرله د استعفا ورکولو او  هېواد ته د ستنېدو په لټه کښې دے.

ویل کیږی چې راحیل شریف په سعودی کښې د امریکې له حده زیات نفوذ څخه ناراضی ؤ او باوری دے چې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په بهانه دغه ائتلاف د یمن د خلقو په خلاف جنګ کښې ماتې خوړلې ده.

د پاکستان خلق، شخصیتونه او د پارلېمانونو نمائندګان د یمن د خلقو په خلاف د ائتلاف له قوماندانۍ څخه د څنګته کېدو لپاره د راحیل شریف د استعفاء غوښتونکی دی.