پاکستان لسګونه هندي کب نیونکي خوشې کړل
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i51700-پاکستان_لسګونه_هندي_کب_نیونکي_خوشې_کړل
پاکستان د خپل ښه نیت ښودلو په موخه نن کابو اتیا هندي کب نیونکي خوشې کړل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 09, 2017 16:07 Asia/Kabul
  • پاکستان لسګونه هندي کب نیونکي خوشې کړل

پاکستان د خپل ښه نیت ښودلو په موخه نن کابو اتیا هندي کب نیونکي خوشې کړل.

زمونږ خبریال وايي د پاکستان حکومت دغه شمیر هندي کب نیونکي په غیرقانوني توګه د خپل هیواد سمندري حدودو ته د داخلیدو په وجه نیولي وو.

پاکستان د روان کال په جنورۍ میاشت کښې هم د خپل ښه نیت څرګندولو په موخه ۲۱۹ هندي کب نیونکي ښکاریان خوشي کړي وو.

هند او پاکستان زیاتره وختونه د یو بل هغه کب نیونکي نیسي چې غیرقانوني ښکار کوي.