په پاکستان کښې د سپاه صحابه د سرغنې آزادیدا
-
Terrorism in Pakistan
په داسې حال کښې چې د پاکستان خلک دا تمه لری د هیواد قضائی اُرګان له ترهګرو عواملو سره غوڅ چلند وکړی د سپاه صحابه د تکفیری او ترهګرې ډلګۍ سرغنه له بنده خوشی کړای شو.د پاکستان له ترهګرۍ سره د مبارزې محکمې د سپاه صحابه د ترهګرې ډلګۍ سرغنه اورنګزیب فاروقی له نهه میاشتې بنده وروسته په پنجاب صوبې کښې له اډیاله جیله خوشی کړ.
په داسې حال کښې چې د پاکستان خلک دا تمه لری د هیواد قضائی اُرګان له ترهګرو عواملو سره غوڅ چلند وکړی د سپاه صحابه د تکفیری او ترهګرې ډلګۍ سرغنه له بنده خوشی کړای شو.د پاکستان له ترهګرۍ سره د مبارزې محکمې د سپاه صحابه د ترهګرې ډلګۍ سرغنه اورنګزیب فاروقی له نهه میاشتې بنده وروسته په پنجاب صوبې کښې له اډیاله جیله خوشی کړ.اورنګزیب فاروقی د ۲۰۱۵ کال د جون په ۶ مه نیټه د تفرقه پالو خبرو په وجه په ټیکسلا کښې ونیول شو.په داسې حال کښې چې د پاکستان خلک د خپلو ترهګرو اقداماتو په خاطر د محکمې له لوری د هغه د پروندې د جاجولو تمه درلوده،له ترهګرۍ سره د مبارزې محکمې د دوو کسانو په ضمانت او د یو لک روپیو په تر لاسه کولو سره هغه خوشی کړ.هغه د پاکستان دخلکو په تیره بیا د شیعیانو په وژلې کښې لاس درلودلی او د بیګناه خلکو په وژلې یې لاسونه ککړ دی.خو د سپاه صحابه د ترهګرې ډلګۍ پلویانو د هغه په نیولو پسې په اسلام آباد او راولپنډی ښارونو کښې مظاهرې وکړې څو قضائی اورګان د فاروقی د آزادولو لپاره تر فشار لاندې ورولی.د سپاه صحابه د ترهګرې ډلګۍ پر فعالیتونو په ۲۰۰۲ کال کښې بندیز ولګول شوخو دغه ډلګۍ لاهم د اهل سنت و الجماعت په نوم خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوی.دغه تکفیری او ترهګره ډلګۍ د پاکستان په بیلا بیلو سیمو کښې په ترهګرو حملو،د سړکونو تر څنګ په بم چودنو او شیعیانو وژلې کښې مهم رول لری او د لشکر جهنګوی په څیر د نورو ترهګرو ډلګیو په ملګرتیا خپلو جنایتونو ته دوام ورکوی.دا په داسې حال کښې دی چې په پاکستان کښې له ترهګرو سره د مقابلې لپاره د ملی اقدام د طرحې په تصویبیدا پسې د دغه هیواد خلکو دا تمه درلوده له کوم توپیره پرته له ټولو ترهګرو عواملو او ډلګیو سره جدی چلند وشی.د لومړی وزیر نوازشریف حکومت د ترهګرو لپاره پر پانسی حکم د بندیز په ختمولو او د پوځی محکمو له لوری یې د دوسیو په جاجولو سره هڅه وکړه داسې وښئ چې له ترهګرو سره په چلند کښې پریکنده او حکومت یې په هیواد کښې د امنیت او ارامښت ټینګولو ته هوډمن دی.ځکه چې د ۲۰۱۴ کال په دسمبر کښې په پیښاور کښې په پوځ پورې په یوه اړونده ښوونځی ترهګره حمله د دغه هیواد پوځی قدرت ته سخت ګوزار ورکړچې پکښې۱۴۰ تنه چې اکثره یې زده کونکی وو،ووژل شول.که څه هم پرون د دیارلسو ترهګرو لپاره د پوځی محکمو د پانسۍ حکم د پوځ د عمومی قومندان له لوری تایید شو خو داسې ښکاری په پاکستان کښې د ترهګرو پر دوسیو د غور په لړ کښې یو ډول دوه ګونه توب لیدل کیږی.پوځی محکمې زیاتره د پاکستانی طالبانو ترهګر او له ترهګرۍ سره د مبارزې محکمه د ترهګرو ډلګیو سرغنې او عوامل محاکمه کوی. دا په دې معنا دی چې له ترهګرۍ سره د مبارزې محکمه د حکمونو په صادرولو کښې اړین پریکنده توب نه لری او دا احتمال شته چې دغه محکمې د ځینو عواملو تر نفوذ لاندې دی او یا یې له لوری ګواښل کیږی.
داسې نه ښکاری چې د پاکستان خلکو په یاد وی چې د هیواد محکمو د سپاه صحابه او لشکر جهنګوی په څیر د پیژندل شویو ترهګرو ډلګیو سرغنې او عوامل سزا یا پانسی کړای شوی وی.یوه داسې موضوع چې د دغه هیواد امنیتی ارګانونو پرې په ځلونو نیوکې کړی دی.ځکه چې د ترهګرۍ دوسیو د جاجولو روده دومره اوږدیږی چې یا خو له بندونو تښتول کیږی او یا نیغ په نیغه بری کیږی او یا هم په ضمانت خوشی کیږی چې د وخت په تیریدا سره بالاخره آزادیږی.په همدې خاطر په پاکستان کښې سیاسی څارونکی باوری دی له ترهګرو سره په چلند کښې د پاکستان د قضائی اُرګان په دغه ډول کړچار سره په دغه هیواد کښې د ترهګرو ډلګیو جرړه وباسلو ته هیله نه شی کیدلای.