د تحریک انصاف لخوا د شکر د ورځې مراسم
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i53078-د_تحریک_انصاف_لخوا_د_شکر_د_ورځې_مراسم
 د پاکستان په اسلام اباد کې د نواز شریف د څنګته کیدو په خاطر د دغه هیواد د تحریک انصاف د غړو لخوا د شکر د ورځې لویه اجتماع ترسره شوه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 31, 2017 01:20 Asia/Kabul
  • د تحریک انصاف لخوا د شکر د ورځې مراسم

 د پاکستان په اسلام اباد کې د نواز شریف د څنګته کیدو په خاطر د دغه هیواد د تحریک انصاف د غړو لخوا د شکر د ورځې لویه اجتماع ترسره شوه.

 

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې  په لکونو خلکو پرون په اسلام اباد کې په دغو مراسمو کې برخه واخسته .

ګډونکوونکو د نواز شریف د ورور شهباز شریف په خلاف چې ټاکل شوې د دغه هیواد لومړی وزیر شي شعارونه ورکړل او له هغه یې وغوښتل چې له راتللو مخکې لاړ شي.

 عمران خان او د تحریک انصاف نورو مقاماتو په دغه اجتماع کې  د  مقاماتو په خصوصي ځای کې ګډون وکړ او هر یو  په  خپله وینا کې د نواز شریف څنګته کیدا د پاکستان لپاره یوه کامیابي او د یو نوي پاکستان د پیلیدلو لاره وبلله .

پرون د پاکستان  د واکمن مسلم لیګ غړو  په یوه غونډه کې د نواز شریف د تیرې کابینې  د تیلو او طبیعي سرچینو وزیر شاهد خاقان عباسي د موقته لومړي وزیر او شهباز شریف د لومړي وزیر د څوکۍ لپاره د اصلي کاندیدانو په توګه معرفي کړل.

د پاکستان سترې محکمې تیره جمعه نواز شریف د مالي فساد په دوسیه کې رد صلاحیت کړ.