دایران اوپاکستان دتجارت دګډ کمیشن غونډه په زاهدان کې جوړیږی
ایرناخبری آژانس راپورورکړ دایران دجنوب ختیځ سیستان بلوچستان دصنعت ،معدن اوتجارت د چارو دادارې مشر نادر میرشکار پرون مازدیګر په یولړ څرګندونو کې ووئیل دایران اوپاکستان دسرحدی چارو د ګډ کمیشن پنځمه غونډه به د دغه ولایت او دپاکستان د بلوچستان صوبې دملګرتیاؤ د پراختیا دتفاهم نامې د لاسلیک کیدا په موخې سره سبا په زاهدان کې جوړه شی .
هغه زیاته کړې ، له پاکستان سره دایران دتجارتی اړیکو دپراختیا په چوکاټ کې په راتلونکو ورځو کې دپاکستان یو لوړ پوړی پلاوی دایران سیستان او بلوچستان ولایت اودپاکستان دبلوچستان صوبې ترمینځ دملګرتیاؤ دګډ تفاهم لیک دلاسلیک کولو او د سرحدی تجارت د ګډ کمیشن په غونډې کې دګډون لپاره زاهدان ته راځی .
هغه روښآنه کړې ، په دغې غونډې کې به دایران او پاکستان دتاجرانو د مشکلاتو او خنډونو دلیرې کولو ، دسرحدی تجارت دښه کولو ، دریلی اوسمندری ټرانسپورتی چارو ، دکب نیونې په زمینو او دغه راز د دواړو لورو دتجارتی مبادلاتو دپراختیا پشمول دپراختیا نوره موضوعګانې هم وسپړل شی .
دایران اوپاکستان دسرحدی تجارت د ګډ کمیشن څلورمه غونډه د تیر کال دجولائی په نولسمه اوشلمه نیټه دبلوچستان صوبې په کویټه کې ترسره شوې او دواړو لورو پکې دسرحدی تجارت په زمینې کې دتفاهم یاددښت لاسلیک کړی ؤ .