د پاکستان مسلمانان دې سره یوموټي شي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i53194-د_پاکستان_مسلمانان_دې_سره_یوموټي_شي
پاکستاني عالمانو د دغه هیواد د مسلمانانو ترمینځ په وحدت او یووالي ټینګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 01, 2017 11:01 Asia/Kabul
  • د پاکستان مسلمانان دې سره یوموټي شي

پاکستاني عالمانو د دغه هیواد د مسلمانانو ترمینځ په وحدت او یووالي ټینګار وکړ.

د علامه ساجد علي نقوي، علامه احمد اقبال او اسدا... بوټو په شمول د پاکستان علماو پرون په کراچۍ ښار کښې د (شهیدانو مقام) تر عنوان لاندې یوه غونډه کښې له مسلمانانو وغوښتل چې د اسلام د دښمنانو دسیسې شنډې کړي.

هغوي د مسلمانانو ترمینځ په اتحاد او یووالي باندې د ټینګار په ترڅ کښې وویل: دم ګړۍ چې نړیوال استکبار د داعش په شان تکفیري ډلو له لارې د مسلمانانو ترمینځ د اختلاف اچولو هڅه کوي، شیعه او سني عالمانو ته پکار دي چې په هوښیارۍ سره دا دسیسې شنډې کړي.