د پاکستان نوی لومړی وزیر وټاکل شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i53212-د_پاکستان_نوی_لومړی_وزیر_وټاکل_شو
د پاکستان د اولسی جرګې استازو د پارلمانی رای اخیستلو په بهیر کښې په ګډون سره،د نواز څانګې د واکمن مسلم لیګ ګوند له لوری معرفی شوی کاندید،شاهدخاقان عباسی د نوی لومړی وزیر په توګه وټاکه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 01, 2017 13:46 Asia/Kabul
  • د پاکستان نوی لومړی وزیر وټاکل شو

د پاکستان د اولسی جرګې استازو د پارلمانی رای اخیستلو په بهیر کښې په ګډون سره،د نواز څانګې د واکمن مسلم لیګ ګوند له لوری معرفی شوی کاندید،شاهدخاقان عباسی د نوی لومړی وزیر په توګه وټاکه.

د ایرنا د راپور له مخې،د پاکستان د اولسی جرګې استازو د رایو په اکثریت سره شاهد خاقان عباسی د لومړی وزارت د څوکۍ لپاره غوره کړ.

د نواز شریف د ړنګې شوی کابینې د تیلو او طبیعی سرچینو وزیر شاهد خاقان عباسی په دریو کښې تر دوو زیاتو له ۳۴۲ رایو د ۲۲۱ رایو په ترلاسه کولو سره د پاکستان نوی لومړی وزیر انتخاب شو.

په دغو رایو کښې د پیپلز ګوند کاندید نویدقمر،د قاید څانګې د مسلم لیګ او تحریک انصاف ګډ کاندید شیخ رشید احمد او د جماعت اسلامی کاندید صاحبزاده طارق الله  د لومړی وزارت لپاره برخه درلوده.