ایران اوپاکستان خپلې تجارتی اړیکې نوره هم پراخوی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i53244-ایران_اوپاکستان_خپلې_تجارتی_اړیکې_نوره_هم_پراخوی
دایران دسیستان اوبلوچستان والی علی اوسط هاشمی په زاهدان کې د پآکستان دبلوچستان صوبې دکسټم د ادارې له مشر سعید جدون سره په کتنې کې ووئیل دایران سستان بلوچستان او دپآکستان بلوچستان صوبه د دواړو هیوادونو داړیکو دپراخولو بیرغوال دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Aug 02, 2017 07:55 Asia/Kabul
  • ایران اوپاکستان  خپلې تجارتی اړیکې نوره  هم پراخوی

دایران دسیستان اوبلوچستان والی علی اوسط هاشمی په زاهدان کې د پآکستان دبلوچستان صوبې دکسټم د ادارې له مشر سعید جدون سره په کتنې کې ووئیل دایران سستان بلوچستان او دپآکستان بلوچستان صوبه د دواړو هیوادونو داړیکو دپراخولو بیرغوال دی .

ایسنا خبری آژانس راپورورکړ  هغه  په دغې کتنې کې زیاته کړې  دتجارتی پلاؤ  دمراوداتو ډول  د دواړو هیوادونو داړیکو  دپراختیاآسانونکی دی . 

 اوسط هاشمی  ددې خبرې په کولو سره  چې    هیڅ یو هیواد  دګاونډیانو دجلا کولو توان نه لری ، روښانه کړې ،  دایران اوپاکستان  د خلکو اړیکې  له دین اومذهبه   ورآخوا  انسانی اړیکې دی . هغه دټرانسپورت  په برخې کې   د دواړو هیوادونو ملګرتیا ته په اشارې سره زیاته کړې ،  په ریلی ،سمندری اومځکنیو برخو کې   دپاکستان او ایران  وړتیاوې باید  اجرائی شی څو  د دواړو هیوادونو ولسونه ترې ګټې پورته کړی .

 هغه ټینګار کړی  ایران دریل پټلۍ  دبرخې په پراختیا پسې   له پاکستان سره  دګډټرانسپورټی شرکت او  دکشتۍ  چلونې د کرښې په پرانیستو پسې  دی .

 دپاکستان دبلوچستان صوبې دکسټم د د ادارې مشر  هم  په دغې کتنې کې   وئیلی  د دواړو ګاونډیو هیوادونو اړیکې   په داسې سویه دی چې نوره هم پراخولی او د دواړو هیوادونو وړیتاوې اوتوانمنۍ له دې ډیرې زیاتې دی چې باید وکارول شی .