ایران اوپاکستان خپلې تجارتی اړیکې نوره هم پراخوی
دایران دسیستان اوبلوچستان والی علی اوسط هاشمی په زاهدان کې د پآکستان دبلوچستان صوبې دکسټم د ادارې له مشر سعید جدون سره په کتنې کې ووئیل دایران سستان بلوچستان او دپآکستان بلوچستان صوبه د دواړو هیوادونو داړیکو دپراخولو بیرغوال دی .
ایسنا خبری آژانس راپورورکړ هغه په دغې کتنې کې زیاته کړې دتجارتی پلاؤ دمراوداتو ډول د دواړو هیوادونو داړیکو دپراختیاآسانونکی دی .
اوسط هاشمی ددې خبرې په کولو سره چې هیڅ یو هیواد دګاونډیانو دجلا کولو توان نه لری ، روښانه کړې ، دایران اوپاکستان د خلکو اړیکې له دین اومذهبه ورآخوا انسانی اړیکې دی . هغه دټرانسپورت په برخې کې د دواړو هیوادونو ملګرتیا ته په اشارې سره زیاته کړې ، په ریلی ،سمندری اومځکنیو برخو کې دپاکستان او ایران وړتیاوې باید اجرائی شی څو د دواړو هیوادونو ولسونه ترې ګټې پورته کړی .
هغه ټینګار کړی ایران دریل پټلۍ دبرخې په پراختیا پسې له پاکستان سره دګډټرانسپورټی شرکت او دکشتۍ چلونې د کرښې په پرانیستو پسې دی .
دپاکستان دبلوچستان صوبې دکسټم د د ادارې مشر هم په دغې کتنې کې وئیلی د دواړو ګاونډیو هیوادونو اړیکې په داسې سویه دی چې نوره هم پراخولی او د دواړو هیوادونو وړیتاوې اوتوانمنۍ له دې ډیرې زیاتې دی چې باید وکارول شی .