د پاکستان خاوره دې د ګاونډیانو په خلاف استعمال نه شي
د پاکستان او افغانستان لپاره د امریکا موقته استازې الیس ویلز وویل د پاکستان ځمکه باید د ګاونډیانو په خلاف د ترهه ګرۍ لپاره ونه کارول شي.
د پاکستان او افغانستان لپاره دامریکا موقته استازې او جنوبي او مینځۍ اسیا د چارو لپاره دامریکا د سکرټر مرستیالې الیس ویلز ټینګار وکړ چې د پاکستان ځمکه باید د ګاونډیانو په خلاف د ترهه ګرۍ د حملو یا د حملو د منصوبه بندۍ لپاره ونه کارول شي.
د ډان خبري سایټ د راپور له مخې د پاکستان د خارجه چارو د دفتر په خپاره کړې بیان کې راغلې چې هغې په یوه تعارفي دوره کې پاکستان ته سفر کړی . الیس ویلز د جنوبي اسیا لپاره د امریکا په پالیسۍ کې د بیا کتنې دخبر په ردولو سره دتجارتي او امنیتي مسایلو او په افغانسان کې د امنیت د مسالې په هکله خبرې وکړې.
الیس ویلز په خپله دوه ورځنۍ دوره کې دپاکستان له نوي خارجه وزیر خواجه آصف خارجه سکرترې تهمینه جنجوعه خزانې وزیر اسحاق ډار او د پوځ له مقام جنرل زبیر سره کتنه وکړه .