د پاکستان خاوره دې د ګاونډیانو په خلاف استعمال نه شي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i53428-د_پاکستان_خاوره_دې_د_ګاونډیانو_په_خلاف_استعمال_نه_شي
د پاکستان او افغانستان لپاره د امریکا  موقته استازې الیس ویلز وویل د پاکستان ځمکه باید د ګاونډیانو په خلاف د ترهه ګرۍ لپاره ونه کارول شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 04, 2017 16:17 Asia/Kabul
  • د پاکستان خاوره دې د ګاونډیانو په خلاف استعمال نه شي

د پاکستان او افغانستان لپاره د امریکا  موقته استازې الیس ویلز وویل د پاکستان ځمکه باید د ګاونډیانو په خلاف د ترهه ګرۍ لپاره ونه کارول شي.

 

د پاکستان او افغانستان لپاره دامریکا موقته  استازې او  جنوبي او مینځۍ اسیا د چارو لپاره دامریکا د سکرټر مرستیالې  الیس ویلز ټینګار وکړ چې د پاکستان ځمکه باید د ګاونډیانو په خلاف د ترهه ګرۍ  د حملو یا د حملو د منصوبه بندۍ لپاره ونه کارول شي.

 د ډان خبري سایټ د راپور له مخې  د پاکستان د خارجه چارو د دفتر په خپاره کړې بیان کې راغلې چې هغې په یوه تعارفي دوره کې پاکستان ته سفر کړی .  الیس ویلز د جنوبي اسیا لپاره د امریکا په پالیسۍ کې د بیا کتنې دخبر په ردولو سره  دتجارتي او امنیتي مسایلو او په افغانسان کې د امنیت د مسالې په هکله خبرې وکړې.

الیس ویلز په خپله دوه ورځنۍ دوره کې دپاکستان  له نوي خارجه وزیر خواجه آصف خارجه سکرترې تهمینه جنجوعه  خزانې وزیر اسحاق ډار  او د پوځ له مقام جنرل زبیر سره کتنه وکړه .